1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي هېوادونو کې به نور هم اقتصاد وده وکړي

۱۳۸۶ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني د کمېسيون په عقيده ددې ټولني په ټولو غړو هېواد ونو په تيره بيا په آلمان کې به اقتصادي وده ډ يره ښه وي.

https://p.dw.com/p/DKHx
د اروپايي ټولني کمېسيون ويلي چې اقتصادي وده به د کار پر بازارباندي هم ښه اغېزه وکړي
د اروپايي ټولني کمېسيون ويلي چې اقتصادي وده به د کار پر بازارباندي هم ښه اغېزه وکړيانځور: AP
ددې کمېسيون د اټکل له مخې په آلمان کې به په همدې روان عيسوي کال کې د اقتصادي ودي اندازه په سلو کې 2,5 لوړه سي.
په تير کال کې هم د اقتصادي ودي اندازه په سلو کې 2,7 لوړه سوې وه او د 2008 ميلاد ي کال لپاره ددې وړاند وينه سوي چې د آلمان د اقتصادي ودي اندازه به په سلو کې 2,4 نوره هم لوړه سي.
د اروپايي ټولني کمېسيون ددې وړاند وينه هم کړې چې په جرمني او ددې ټولني په نوروغړو هېواد ونوکې د اقتصادي ودي د ډ يريد و اغېزه به د کار په بازار کې هم اسانتياوي راولي.
د غه راز ددې وړاند وينه هم کيږي چې په روان عيسوي کال کې به د بېکارانو کچه په سلوکې 7,3 ته راټيټه سي او په راتلونکي کال کې به د غه کچه 6,5 ته راکښته سي.
داسي هم ويل کيږي چې د غه اقتصادي وده به د آلمان دد ولت د بود يجې د کسر په لږولو کې هم مثبته اغېزه ولري.