1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي بيا د ترويزم د خطر زنگ وهل سوی

۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړي چي اروپايي هيوادونو ته د خپل سفر په هکله د پوره احتياط څخه کار واخلي.

https://p.dw.com/p/PTce
د اروپا په هوايي ډگرونو کي سختي تلاښي کيږي
د اروپا په هوايي ډگرونو کي سختي تلاښي کيږيانځور: AP

په دې سره هغه انديښنې ډيري سوي دي، چي په اروپا کي يو زيات شميرا فراطيون د زورپالني دپاره د القاعدې د تروريسيتي شبکې د Online بلني ته د ځواب په توګه د لويديځو هيوادونو څخه د جګړو سيمو ته د پوځي روزنو په مقصد روان دي.

په هغه وينا پاڼه کي چي پرون په واشنګتن کي خپره سوه، ويل سوي دي چي په اروپا کي د تروريستي بريدونو خطرونه زيات سوي دي.

دغه خبرداری وروسته تر هغه ورکړه سوی چي استخباراتي معلوماتو وويل چي يوه ډله افراطيون چي ځيني يې اروپايي اتباع دي د پاکستان په قبايلو سيمو کي په سفر بوخت دي.

د دغه دسيسې جزئيات معلوم نه دي.

کار پوهان وايي چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د القاعدې مشري چي د بي پيلوته الوتکو په بريدونو سره سخته تاواني سوې ده، د دغسي افراطينو څخه چي په لويديځ کي لوی سوي او يا د لويديځو دولتونو پاسپورتونه لري هرکلی او ستاينه کوي.

د دغو افراطينو دقيق شمير معلوم نه دی. خو ځيني کارپوهان فکر کوي چي په تيرو دو کلونو کي زيات شمير افراطيون ځينو هيوادونو لکه پاکستان او يمن ته تللي.

د هالند د نړيوالو اړيکو په انستيتوت کي د امنيت او شخړو د چارو کار پوه Edwin Bakker وايي: « دا په اروپا کي يوه ډيره خطرناکه پديده ده، په خاصه توګه په آلمان او برتانيه کي.»

دغه کار پوه زياتوي:« اسلام پاله افراطيت تل اصلي انګيزه نه ده، ځيني وخت منفرد اشخاص هم هلته ځي او غواړي چي ځان د ژوند په مفهوم پوه کړي او يا پيدا کړي چي هدف او مقصد څه دی.»

د آلمان د جنايي جرايمو ضد فدرالي ادارې، BKA، رئيس، Joerg Ziercke، تيره مياشت وويل چي په آلمان کي شاوخوا 400 اسلام پال افراطيون ژوند کوي، چي ځيني يې د زورپالونکو په کمپونو کي رزول سوي او ځيني د مخه د افغانستان د جګړې تجربه لري.

د المان پوليس وايي چي د هيواد څخه يې د روزني کمپونو ته د تګ او راتګ شمير زيات سوی دی.

د اروپا د اتحاديي د تروريزم ضد همغږي کونکي، Gilles de Kerchove د جمې په ورځ د رويتر خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل، په اروپا کي پر ځينو هدفونو باندي د تروريستانو د حملو د پلان بربنډولو وښودله چي دغه قاره بايد لاس تر زني پاته نه سي.

هغه وويل: « يوشمير خطرناک کسان که څه هم ښايي شمير به يې ډير نه وي، کښته پورته کيږي.»

نوموړي د اروپا اتحاديي ته د جون د مياتشي په يو رپوټ کي وويل چي، اروپا د القاعدې له سخت ګواښ سره مخامخ ده، ځکه نو د دغه شبکې د غړو تګ راتګ بايد په دقت سره وځارال سي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل