په اروپا کي د توغنديوو د دفاعي سيسټم د ستونزي د هوارۍ نوي هيلي
۱۳۸۷ آبان ۲۴, جمعهد فرانسوۍ ورځپاڼي سره په مرکه کښي ده هيله مندي ښکاره کړه ،چي د امريکا راتلونکی جمهوررييس بارک اوباما پر دغه تصميم دسره غور وکي.
«د امريکاد متحده ايالاتو د نوي رهبرۍ عکس العمل زموږ د امیدوارۍ يو دليل دی . په هر صورت زموږ راتلونکی ملګری پر دې فکر کوي، چي د دفاعي راکټونو د نصبولو دغه سيسټم څونه مفيد او عاقلانه دی.
داسي ښکاري چي موږ به پر دغه موضوع باندي بحث وکوو. موږ د خبرو اترو دپاره تيار يو. په عيني حال کي موږ دې ته ترجيح ورکوو، چي راکټان بلکل نصب نسي. او دا به د مشکل د حلولو يوه ښه او عادي لار وي . » پدې ډول نو مسکو په کا لينن ګراډ کي د دفاعي راکټونو د نصبولو څخه تيريږي، پدې شرط چي د امريکا متحده ايالات ددې په مقابل کي د راکټونو د نصبولو د پلان څخه هم تير سي.
میدویدیف يو وار بيا پر دې باندي انتقاد وکۍ چي د بوش حکومت په دغه مسله کښي د ګډ کار هيڅ نوع تياری ندی ښوولی. «موږ د خپل امريکايي ملګري څخه هميشه عيني پوښتني کړي دي. ولي تاسي دغه سيسټم غواړۍ،څونه هغه مؤثر دی ، او هغه د چا پر ضد دی ؟ خو موږ په دغه موضوع کي هيڅ وخت ښکاره جواب ندی تر لاسه کړی .»
سربيره پردې واشنګټن د مسکو د يوه بين امللي امنيتي سيسټم پیشنهاد ته هيڅ جواب ندی ورکړی. د امريکا متحده ايالاتو خپل ددفاعي راکټونو د نصبولو پلان تصويب کۍ،بېله دې چي د خپلو اروپايي ملګرو او يا ناټو سره مشوره وکي.
«موږ بل هيڅ انتخاب نه درلودی، بېله زموږ د امريکايي ملګري د يو طرفه تصميم په مقابل کي عکس العمل. او ما دغه جواب زما د ايالتي غونډي په بيانيه کي څرګند کړی دی. زه فکر کوم چي هغه کاملاً درست وي. بلاخره موږ دا ټول کارونه ندي شروع کړي .»
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګيټس، د مسکو لخوا ددفاعي راکټونو د نصبولو څخه د تيريدو پیشنهاد ته په خپل لومړني عکس العمل کي د رد جواب ورکړی دی ، او هغه يې د منلو وړ ندی بللی . خو سربيره پر دې به د امريکا راتلونکی حکومت پدغه موضوع کي د مسکو سره معامله وکي. د روسيې جمهوررييس میدویدیف وويل چي دی د امريکا او روسيې په مناسباتوکي کاملاً يو نوی پيل ويني.