1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د لږه کيو کنگره پای ته ورسېده

احمد ولي اڅکزی/ لوتيکه۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د آلمان او ډنمارک پر پوله پرته سيمه کي د اروپايي لږه کيو تر ۲۰۰ زياتو استازو په کنگره کي گډون کړی وو. د سږنۍ کنگرې يوه مهمه موضوع د کريميا په ټاپو کي له تاتارانو سره خواخوږي ښوول سوې وه.

https://p.dw.com/p/1Bxv1
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا په ستره وچه کي له هرو اوو وګړو څخه يو يې په سيمه ييزه ژبه خبري کوي او يا د يوې ژبنيزه لږه کيو غړی دی. په ټوليزه توګه د اروپا په بېلابېلو برخو کي د لږه کيو تر۳۰۰ زيات گروپونه ژوند کوي. په دغو کي د آلمان په شلېسويګ هولشټاين ايالت کي ډنمارکي لږکي، په فرانسه او هسپانيا کي د باسک ټبر، د اېټاليا په شمال کي آلماني ژبي، په ټوله اروپا کي روما او سينتي قومونه او په کريميا کي مسلمان تاتار د يادولو وړ لږني دي.

د اروپا د لږه کيو د کنګرۍ په نوم يوه غونډه هرکال دايريږي چي مقصد يې د لږه کيو په تړاو د اروپايي دولتونو او حکومتونه سياست او د لږنيو ستونزي تر بحث لاندي نيول دي. سږنۍ کنګره د آلمان په فلېنسبورګ کي د هاريس لي په سيمه کي د می مياشتي له اتمي نېټې څخه پېل سوې او نن د يکشنبې په ورځ پای ته ورسېده. په سږنۍ کنګره کي د اروپا د ۳۰ هيوادونو څخه راغلو ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی.

په دغه کنګره کي په اروپا کي د لږنيو پر ستونزو او د هغوی پر غوښتنو بحثونه تر سره سول. د لږه کيو د استازو تر څنګ يو شمېر حکومتي چارواکي هم د مېلمنو په توګه دغه کنګرې ته ور بلل سوي ول.

په اروپا کي د لږنيو د کنګرې يو ګډونوال يان ډيټريشسن، چي په آلمان کي د ډنمارکي لږه کيو استازی هم دی، وايي چي د کډوالو اقليت د دوی له ډلو سره توپير لري:

«طبعاً چي د کډوالو لږه کي بايد د خپلو ژبو او کتلور د ساتلو امکانات ولري، خو زموږ او هغوی تر منځ بیا هم توپير سته. د دې مانا دا هم نه ده چي موږ يو د بل پر ضد کار وکو، خو دا خبره څرګنده ده چي زموږ ضرورتونه بېل دي.»

ډيټريشسن، په دې توګه سره د آوټوختون لږه کيو او کډوالو فرق کوي. آوټوختون په دې ترڅ کي هغو ټبرونو او قومونو ته استعماليږي چي يا خو په خپله سیمه کي اقليت وي لکه زامن او سکانډيناويان او يا په تاريخ کي د هيوادونو د سرحدونو د بدلېدو له کبله له خپل اصلي هيواد څخه بېل سوي او په بل هيواد کي اقليت پاته سوي وي لکه په بيلجيم کي چي آلماني ژبي وګړي دي او يا په آلمان کي ډنمارکي ژبي. کډوال بيا د آوټوختون په نيز هغه څوک دی چي خپله سيمه يې پرې ايښې وي او بلې سيمي ته کډوال سوی وي.

په اروپا کي د لږه کيو د کنګرې د سږکال د اجندا مهمه موضوع اوکراين دی. ځکه په دغه هيواد کي تر ۲۰ زيات لږني قومونه ژوند کوي، چي په دې توگه نو اوکراين په اروپا کي تر ټولو زيات شمېر قومي لږه کي لرونکی هيواد دی. د کريميا بېلګه ښيي چي د لږنيو تر منځ سوله ييز ژوند څرنګه ژر په نفرت او بېلوالي پای ته رسېدلای سي.

د کريميا د تاتارانو په استازيتوب احمد اوڅي کنګرې ته په وينا کي وويل، له هغه وخت راهيسي چي چي کريميا نيمه ټاپو له روسيې سره يوځای سوی دی، د تاتارانو ستونزي زياتي سوي دي. د نوموړي په وينا زيات تاتاران تر دغه الحاق وروسته و کريميا ته د سفر اجازه نه لري.

په کنګره کي پر اروپايي اتحاديې سختي نيوکي وسوې چي د لږنيو د ژبو د ساتنې او پرمختګ له پاره يې هيڅ نه دي کړي. په دغه کنګره کي د لږه کيو د ځينو ستونزو د هوارولو له پاره په قوانينو کي د بدلون وړانديزونه هم وسول.