1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د کډوالو نامعلوم برخليک

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۳۰, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيران د هغو ۴۰ زرو کډوالو پر وېش باندي سره سلا نه شول چې د ایټاليا او یونان په کمپونو کې پراته دي. پر دې سربيره د شمالي افریقا په لاگرونو کې ۲۰ زره کډوال اورپا ته د راتگ په تمه دي.

https://p.dw.com/p/1G1xa
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو د خبرو په دویم پړاو کې له سوریې سره په سرحد کې د ۲۲۵۰۴ تنه کډوالو له پاره د نوو استوگنځایونو د جوړولو ژمني وشوې. دا ځکه چې سویس او ناروې چې د اروپايي ټولني غړي هيوادونه نه دي په دې پروگرام کې برخه اخیستې ده.

د اروپايی ټولني غړو هيوادونو يوازي د ۳۲۲۵۶ کډوالو د ځای پر ځای کولو ژمني کړي دي چې دا تر هغه ډېر لږ دي چې اړتيا يې ده.

د اروپايي ټولني د حکومتونو مشرانو په خپله په جون میاشت کې د نزدې ۶۰ زره کډوالو د ځای پر ځای کولو هدف ټاکلی وو. خو دا چې دغه هدف څرنگه ترلاسه کیدلای شي د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو د کډوالۍ په سیاست او پيوستون پوري اړه لري.

یو شمیر هیوادونه ځانونه لیري ساتي

یوازي بریتانیا او ډنمارک په دې برخه کې نه دي شامل چې له قانوني استثناء څخه کار اخلي، بلکي اطرش او هنگري هم نه غواړي چې د کډوالو د ویش په پروگرام کې برخه واخلي.

سربیره پر دې بلغاریا، هسپانیا او پرتگال د دوی له پاره له ټاکل شوي هدف څخه د ډیرو لږو کډوالو د منلو ژمنه کړې ده. په لوکزامبورگ کې د سیاسي چارو کارپوه اسلبورن ايرلنډ هیواد ته په اشارې سره وویل: «له دې سره سره چې دغه هیواد مکلف نه دی چې کډوال ومني، خو بیا يې هم په رضاکاره توگه د کډوالو منلو ته تياری ښودلی.

تر غونډي وروسته د آلمان د کورنیو چارو وزارت مرستیالي اميلي هابر، وویل چې آلمان تیار دی چې ۱۲۱۰۰ کډوالو ته ځای ورکړي. د میرمن هابر په خبره د روان کال تر پايه پوري باید د کورنیو چارو وزارت شورا د سویلي اروپا د پاتو ۸۰۰۰ کډوالو د ځای پر ځای کولو امکانات برابر کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب