1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د ځوانانو د بې روزگارۍ خطر

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

ډیرې ځوانان په اروپا کې ځانته راتلونکې نه ویني. دوی نه شي کولې یو کار پیدا کړي او د واده او کورنۍ جوړولو خوب وویني. دغه وضعیت د دې سبب گرځيدلی چې یو شمیر اروپایې هیوادونه د یو نسل له لاسه ورکولو له گواښ سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/1HJBN
انځور: DW

دوو ژورنالستانو یوونایِشکه او ماتیاس اِبرت، د یو مستند فلم د جوړولو له پاره خپل سفر له برلین څخه پیل او د څو اروپایې هیوادونو تر لیدنې او خپل رپوټ تر بشپړولو وروسته یې په همدې ښار کې پای ته ورساوه.
هر څومره چې د شتمن او بې وزله تر منځ درځ زیاتیږي په هم هغه اندازه پر ځوانانو فشار ډیریږي. دوی باید د کار تر لاسه کولو له پاره ډیر پیاوړي او د پخوا په پرتله انعطاف منونکی یعنې دې ته تیار اوسي چې په نورو اروپایې هیوادونو کې د کار پیدا کولو په صورت کې خپل ټاټوبی پریږدي.
ډیري دغه ځوانان احساس کوي چې د خپلو سیاستوالو له خوا یوزاې پریښودل شوي دي. دا د بی سرنوشتۍ او په خپل حال پریښودل شوې وضعیت د ځوانانو له پاره څه معنی لري؟ د دوی نا امیدي او له سیاستوالو څخه نا خوښي دوی کوم لور ته هڅوي؟
یوونا یِشکه او ماتیاس اِبرت د ځوانانو د وضعې په هکله د خپل دغه مستند فلم د جوړولو په خاطر هغو اروپایې هیوادونو ته سفر کړې چې ځوانان یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. دوی په پيل کې هسپانیې ته ولاړل.
ماریا رومي، د هسپانیې د کادیس په ښاري شورای کې د معترض کیڼ اړخي گوند د استازي په توگه کار کوي. نوموړۍ کوښښ کوي د هسپانیې بې روزگاره ځوانان د کرایې د نه ورکړې له امله د دوی له کورنو څخه ونه ایستل شي. د دغه هیواد ۵۰ سلنه ځوانان بې روزگاره دي. دا د ټولو اروپایې هیوادونو په پرتله لوړه فیصدي ده.
اِلِنا چې ۲۴ کلنه ده په مایوسئ سره وایې: «زما د پاره اسانه ده چې د لاتري ټکټ گټونکۍ شم، د دې په پرتله چې یو کار پيدا کړم.» اِلِنا د ښوونې او روزنې په برخه کې لوړۍ زده کړي، ښۍ نومري لري، له هیواد څخه د باندی روزنیزه تجربه لري، خو پر دې ټولو سربیره د کار پيدا کولو هیڅ چانس نه لري.
د هسپانیې ډیر شمیر بې روزگاره ځوانان خپل راتلونکي ته نا امیده دي. دوی د «پودِموس» کیڼ اړخي اعتراضي گوند پورې خپلې هیلې تړلي دي.
په رومانیا کې هم د ځوانانو وضعیت همدا ډول دی. یونیسف یا د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو د مرستې صندوق اټکل کوي چې په دغه هیواد کې ۳۰۰ زره ماشومان د «کار یتیمان» بلل کیږي چې میندې او پلورونه یې کلونه مخکی د کار پیدا کولو له پاره بهرنیو هیوادونو ته تللي او دوی یې له خپل نیا نیکه سره پری ایښې دي.
په اروپا کې د مهاجر ځوانانو یوه لویه برخه له رومانیي څخه دي. د دغو ځوانانو نه شتون د دوی د هیواد په لیري پرتو سیمو ناوړه اغیزې پریښي دي. روغتونونه تړل شوي دي، ځکه چې په زرگونو داکترانو خپل هیواد پریښۍ دی.
د طب د رشتې اکثره ځوانان د خپل عمر په تر ټولو ښه وخت کې نورو اروپایې هیوادونو ته مخه کوي. د رومانیې د لیرو پرتو سیمو اکثره روغتونونه باید وتړل شي، ځکه په زرگونه داکتران نورو اروپایې هیوادونو ته مهاجر شوي دي.
اندری مارین یو پلاستیکي جراح وایي: «زه د لږ معاش او د هیواد په ټولو مقامونو کې او د هرې کچې فساد له امله له رومانیې څخه وزم.»
د بل هر ځای په پرتله د رومانیې په لیري پرتو سیمو کې د بشري قوې یا کار ځواک له لاسه ورکول په ښکاره ډول احساسیږي، د بیلگې په توگه د رومانیې د فارا اواني، سیمې ۳۰۰ اوسیدونکي د کار موندنې له پاره نورو اورپایې هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

25.11.2015 DW Doku So tickt Europas Jugend 4
انځور: DW
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب