1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ازبکستان کې د واک درې ګونی اتحاد

۱۳۹۵ مهر ۲۳, جمعه

د ازبکستان موقت ولسمشر به د حکومت چارې د دوو نورو لوړ پوړو چارواکو سره په گډه پر مخ وړي. د دې وجه داده چې مخالف اړخونه د داسې ولسمشر په غوره کولو ونه توانيدل چې د ټولو اړخونو ملاتړ ولري.

https://p.dw.com/p/2RDep
Schawkat Mirsijojew Premierminister Usbekistan
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/A. Druzhinin

۵۹ کلن شوکت میرزایوف تیره مياشت د اسلام کريموف تر مړينې وروسته د هيواد موقت ولسمشر شو. میرزايوف چې له ۲۰۰۳م کال راهيسې د ازبکستان لومړی وزیر وو، د روان کال د دسمبر مياشتي د ۴ نيټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بريا ښه چانس لري.

دوو ديپلوماتيکو سرچينو او يوه ازبک سوداګر د نوم نه ښوولو په شرط رويترز خبري اژانس ته ويلي دي چې دوې مخالفي قبيلې پر دې سره سلا شوي چې میرزايوف به د ازبکستان نوی ولسمشر وي، خو په اصل کې به د خپلواکو پريکړو صلاحيت ونه لري.

دواړو سرچينو ويلي دي چې د واک د ويش په دې درې ګوني اتحاد کې رستم عنايتوف  او رستم عظيموف شامل دي. رستم عنايتوف د کريموف باتجربه امنیتي مشر او مرستیال لومړی وزیر وو. همدارنگه ۵۸ کلن رستم عظیموف هم د ماليې وزیر دی.

د يوې ديپلوماتيکي سرچینې په حواله د دغه سيمه ایزو قومونو استازو چې د ازبکستان پر اقتصاد او ټولنه کې ډيرنفوذ لري، د سپتمبر میاشتي پر ۲۸ نېټه پریکړه وکړه چې میرزایوف به نوی ولسمشر وي، خو واک به د دوو نورو لوړ پوړو چارواکو سره شریکوي.

خو په دې درې ګوني اتحاد کې شاملو کسانو تر اوسه په دې اړه کومې څرګندونې نه دي کړي. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت هم پر دې موضوع له څه ويلو ډډه کړې.

خو ځيني سياسي شنونکي وايي دا ډله ييز مشرتابه ډيره خطرناکه ده، ځکه په دې کې شامل کسانو د کريموف د واکمنۍ پر مهال په کلونو کلونو یو له بل سره سياسي رقابتونه درلودل او ښايي یووار بيا دغه رقابتونه زور واخلي.

د پخواني شوروي اتحاد سياسي دود چې اوس هم د ازبکستان پر سياست مسلط دی، په واک کې د ډيرو کسانو شتون ښې پايلې نه دي لرلي.

په مسکو کې د «کارنیګه» مرکز غړی اليکسې مالااشنیکو وويل: «میرزايوف به هيڅکله هم د «ملت پلار» نه شي.» دی زیاتوي: «خو هغه ډير ځواکمن دی او هڅه به وکړي ټول واک ترلاسه کړي. خو له عنايتوف په شان شخص سره به هم په کلونو همکاري، ډير ستونزمن کار وي.»

يوه قزاقي کارپوه دوسيم ساتپايف هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې. دی وايي د درې ګوني اتحاد ترمنځ به د مهمو پريکړو په اړه د نظر اختلاف دغه هيواد بې ثباته کړي.

همدا راز به د ازبکستان ناآرامي د روسیې له پاره هم چې یو سيمه ايز ځواک او د سونو زرو ازبکي کارګرو کوربه هيواد دی، ناوړه پايلې ولري. همدغه شان به دا د افغانستان له پاره ښې پايلې ونه لري.

ساتپايف زياتوي: «دا به په اتوماتيک ډول په سيمه کې امنتيتي خطرونه ګواښونه زیات کړي چې دا کار نه روسيه، نه هم چين او د امريکا متحد ايالات غواړي.»

خو نور کارپوهان بيا دا ردوي چې ګني د واک وېش به د بې ثباتۍ لامل شي. ارکادي دوبنوف چې روسي کارپوه دی او پر مرکزي آسيا تمرکز کوي، وايي: «زما په آند ټول هغه پړاونه چې د شخړي سبب کيدلای شول، تیر شوي دي.» دی زیاتوي: «عنايتوف به هم یو یا دوه کاله وروسته واک خپل ځان ناستي، یوه ځوان افسر ته وسپاري. خو د دې درو کسانو ترمنځ به چې د واک یوه کړۍ او د مشرتابه استازيتوب کوي، یوه اړيکه موجوده وي.»

د کريموف تر مړیني وروسته نوي مشرتابه پر خپلو ځيني تګلارو له سره غور کړی او ځيني محدوديتونه یې له منځه وړي.