1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کي د امريکا پر کونسلگرۍ يرغل سوی

۱۳۹۴ مرداد ۱۹, دوشنبه

د ترکيې په ستر ښار استانبول کي د دوشنبې ورځي په سهار د پوليسو يو مرکز او د امريکا متحدو ايالاتو پر کونسلگرۍ باندي يرغلونه سوي. آيا بيا به دغه بريدونه د کردستان د کارگر گوند پلويانو کړي وي؟

https://p.dw.com/p/1GCXO
Türkei Selbstmordanschlag auf Polizeistation in Istanbul
انځور: picture-alliance/dpa/Str

د ترکيې د دولتي خبري آژانس «اناتولي» د خبر له مخي د استانبول په اسيايي اړخ کي د سلطان بيلي په سيمه کي د پوليسو پر مرکز چاودنه سوې.

ويل کيږي چي په دغه پېښه کي چي نن سهار وختي سوې ده درې کسان پکښې وژل سوي او لس نور ټپيان سوي دي. د پوليسو مرکز او نژدې نورو ودانيو او ولاړو موټرو ته هم تاوانونه رسېدلي دي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه چا منلی نه دئ. په دې وروستيو کي د کردستان کارگر گوند (PKK) په دې پلمه چي ترکيې له ۲۰۱۳م کال راهيسي جاري اوربند مات کړ، پر امنيتي ځواک باندي خپل يرغلونه زيات کړي دي.

د انقرې حکومت د جولای مياشتي له ۲۴مي نېټې راهيسي د عراق په شمال کي د کردستان د کارگر گوند پر جنگياليو باندي هوايي يرغلونه پيل کړي دي. ويل کيږي چي په دغو هوايي يرغلونو کي د کردستان د کارگر گوند نژدې ۴۰۰ جنگيالي وژل سوي دي.

خو د دغو جنگياليو مشران دغه شمېر نه مني او وايي چي د دوی يوازي ۷ کسان وژل سوي دي. او د ملگي وگړو مرگ ژوبله ډېره ده.

کيدای سي د پوليسو پر مرکز ځانمرگی بريد سوی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/Str

د امريکا پر کونسلگرۍ يرغل

له استانبول څخه راپورونه وايي چي په دغه ښار کي د امريکا پر قونسلگرۍ باندي هم وسله وال يرغل سوی دئ.

د دغه ښار په ساريير سيمه کي د امريکا پر قونسلگرۍ باندي دوو تنو وسله والو چي يوه ښځه او بل نارينه وو يرغل کړی دی او کله چي پوليسو مقابل فيرونه وکړل دواړه په تېښه بريالي سوي دي. ويل کيږي چي کونسلگرۍ مامورانو ته زيان نه دی رسېدلی.

د ترکيې حکومت، اروپايي ټولنه او امريکا متحد ايالات د کردستان کارگر گوند (PKK) د يوه افراطي سازمان په توگه پيژني.

دغه گوند په ۱۹۸۴م کال د ترکيې د حکومت پر ضد راپورته سو. خو په ۲۰۱۲م کال کي د ترکيې د حکومت له خوا د دغه گوند له مشر عبدالله اوجالان سره د سولي تر خبرو وروسته وضعيت ښه سوی وو.