1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کي د بريد کوونکو هويت معلوم سو

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د ترکيې پوليسو د استانبول په اتاترک هوايي گر کي د ځانمرگو هويت اعلان کړ. پوليسو دغه راز په استانبول او ازمير ښارونو کي د دغو بريدونو په تور ۱۳ کسان نيولي دي چي درې يې دباندنيان دي.

https://p.dw.com/p/1JGoa
انځور: picture-alliance/AA/A. Hudaverdi Yaman

په استانبول کي پر اتاترک هوايي ډگر باندي تر ځانمرگو بريدونو دوې ورځي وروسته د ترکيې امنيتي ځواکونو د دغو بريدونو په تور ۱۳ کسان نيولي دي. په اتاترک هوايي ډگر کي بريدونو ۴۲ انسانان ووژل او تر ۲۰۰ زيات ئې ټپيان کړل.

د «آناتولي» خبري آژانس د راپور له مخي پوليسو د استانبول او ازمير ښار په ۱۶ سیمو کي عمليات وکړل ويل سوي دي چي د عملياتو په ترڅ کي په نيول سوو کسانو کي درې تنه بهرنيان هم شامل دي.

د خبري آژانس د راپور له مخي هغه کسان چي په ازمير کي نيول سوي دي احتمالاً به له داعش سره اړيکي ولري. نيول سوي کسان تورن دي چي د داعش مالي او تدارکاتي ملاتړ ئې کاوه.

آناتولي خبري آژانس دغه راز د هغو کسانو د هويت په اړه هم راپور ورکړی دئ چي په اتاترک هوايي ډگر کي ئې ځانونه چولي دي. د دوی د راپور له مخي يو ځانمرگی د روسيې د خودمختاره جمهوريت داغستان دوهم قرقيزی او دريم يو ازبک وو.

هغه ټکسيوان چي دغه کسان ئې په استانبول کي اتاترک ميدان ته رسولي ول، پوليسو ته ويلي دي چي دغو کسانو په چيچني يا قفقازي ژبه يو له بل سره خبري کولې.

ترکۍ ورځپاڼي «حريت» د يوه ځانمرگي د هويت په اړه ليکلي دي چي هغه «عثمان وادينوف» نومېدی او د داغستان اوسېدونکی وو.

خو په مسکو کي چارواکو دا خبره تائيد کړې نه ده چي گويا يو ځانمرگی دي روسی وي. د کريملن وياند ديميتري پيسکوف په مسکو کي ويلي دي: «موږ تر اوسه پوري د يوه احتمالي روسي د ښکېلتيا په اړه هيڅ معلومات نه لرو.»