1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کي د وژل سوو کسانو نهه آلمانان دي

۱۳۹۴ دی ۲۲, سه‌شنبه

د ترکيې د لومړي وزارت یوه مامور ويلي دي چي په استانبول کي د وژل سوو کسانو نهه تنه آلمانان دي. په استانبول کي نن د سېلانيانو د خوښي يو ځای ته څېرمه سخته چاودنه وسه. ترکي چارواکو ويلي چي کیدای سي دا يو تروريستي يرغل وي.

https://p.dw.com/p/1HboD
Türkei Explosion in Istanbul
انځور: Reuters/K. Aslan

په ترکيه کي رسنيو د عيني شاهدانو په حواله خبر ورکړی چي د استابول ښار په زړه کي ځانمرگی بريد سوی. چاودنه داسي زوروره وه چي څو کيلومتره وړاندي هم اورېدل سوې او احساس سوې ده.

د ترکيې د رسمي معلوماتو له مخي په دغه چاودنه کي چي احتمال کيږي تروريستي بريد به وي، لس انسانان وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان سوي دي.

په استانبول کي د سفرکولو دفتر يوه کارکوونکي ويلي دي چي د چاودني په سيمه کي د آلماني سېلانيانو يوه ډله موجوده وه. اټکل کیږي چي دغه کس به د سيلانيانو په منځ کي خپل بم ته چاودنې ورکړې وي.

د پيښي سيمه پوليسو کلابنده کړې ده. د پيښي سيمه په استانبول ښار کي د سېلانیانو د خوښي تاريخي سيمي زاړه ښار «سلطان احمد» ته څېرمه ده.

تلويزيوني راپورونه ښيي چي د پيښي سيمي ته امبولانسونه او پوليس ور روان دي. تر دې دمخه د ترکيې سي ان ان تلويزيون د معلوماتو له مخي په ټپيانو کي شپږ کسان آلمانان ياد سوي ول.

په استانبول کي زوړ ښار
انځور: Getty Images/D. Cannon

د سلطان احمد په سیمه کي په نړۍ کي مشهور مسجد آيا صوفيه او شین مسجد هم سته چي ډېر سيلانيان ئې ليدو ته ورځي.

د تير ميلادي کال په جولای مياشت کي د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته د ترکيې امنيتي ځواکونه د کردانو د کارگر گوند پر غړو خپلو يرغلونو ته زور ورکړی. په دې ترڅ کي د ترکيې په ډېرو ښارونو کي چاودني سوي.