په استانبول کې پولیس د تقسیم میدان څخه په شا شوي دي
۱۳۹۲ خرداد ۱۲, یکشنبهپه استانبول کې په پرلپسې په توګه دویمه ورځ (د شنبې ورځ) په لسګونو زره احتجاج کوونکي سړکونو ته راوتلې ول. امنیتي ځواکونو یو ځل بیا د مظاهرو کوونکو پر وړاندې د اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار اخیستی او اوبه یې پرې شیندلي دي. په ځواب کې مظاهره کوونکو پر پولیسو باندې تیږي ورولي دي. د انقرې او ایزمیر سربیره په یو شمیر نور ښارونو کې خلکو د اردوغان او د هغه د واکمن محافظه پاله ګوند پر ضد لاریونونه کړي دي. پولیسو د ټول هیواد په کچه په ۹۰ بیلا بیلو مظاهرو کې ۹۳۹ تنه نیولي دي.
په سترو پروژو او حکومت انتقادونه
د احتجاجونو مرکز د استانبول په ښار کې د تقسیم میدان دی. له دغه ځای څخه آخ او ډب هغه وخت پیل شو کله چې پولیسو په زوره د احتجاج کوونکو یو کمپ خالي کړ. مظاهره کوونکو دغه کمپ په يوه پارک کې د ساختماني پروژې د مخنیوي په خاطر جوړ کړی وو.
په استانبول کې د دریم هوایي ډګر جوړیدل د حکومت د نورو سترو پروژ په څیر تر نیوکو لاندې دی. په همدي حال کې خلک د محافظه پاله حکومت د مطلق العنان سیاست ډول پر ضد هم احتجاجونه کوي.
د جمعې په ورځ او جمعې په شپه په استانبول کې د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ سختې نښتې رامنځ ته شوې وې. د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د سلو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی وو، خو دولتي چارواکو بیا د دولسو تنو د زخمي کیدو خبره کوله، په دغو ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله وه چې د سر کوپړۍ یې ماته شوې ده.
په اوسني وخت کې پولیسو د تقسم میدان پريښې دی او آرامي رامنځ ته شوې ده. تر هغې وروسته لاریون کوونکو د سړکونو په سر خوشالي ولمانځله.
اردوغان غواړي ساختماني پروژې پلي کړي
د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان له مظاهره کوونکو څخه غوښتي دي، چې احتجاجونو ته «په عاجله توګه» د پای ټکی کیږدي. هغه ویلي دي چې حکومت به یې د اقلیت پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او تعمیراتي پروژې به پلي کړي.
په عین وخت کې اردوغان پر یو شمیر غلطیو هم اعتراف کړی دی: «د امنیتي ځواکونو له لوري د اوښکي بهوونکي ګاز استعمال یوه غلطي وه.» هغه ویلي دي چې د کورنیو چارو وزارت ته یې له حده زیات د پولیسو د غبرګون په اړه د پلټنو امر کړی دی. د اپوزیسیون ډیر شمیر ګوندونو د پولیسو د ماموریت د ختمیدو غوښتنه کړې وه. په نړیواله سطحه د پولیسو د سختو عملیاتو په اړه هم انديښنې راټوکیدلي دي.