1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کې چاودنو څلور افغانان هم وژلي دي

دويچه ويله۱۳۹۵ تیر ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د استانبول په هوایي ډګر کي چاودنو څلور تنه افغانان هم وژلي دي. د سه شنبې په ورځ د ترکیې په اتاترک هوايي ډګر کې درو ځانمرګو بریدونو ۴۲ کسان ووژل.

https://p.dw.com/p/1JGf5
انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیت مستغنی، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په لومړي سر کې دوی ته یوازي د دوو تنو افغانانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو په بريد کي د وژل شوو کسانو د هويت تر څرگندېدو وروسته بيا روښانه شوه چي په وژل شوو کي څلور تنه افغانان هم شامل دي.

هغه وویل: «هغه رپوټونه چې په استانبول کې د افغانستان له جنرال قنسلګري څخه د وژل شویو کسانو د هویت تر تصبیتیدو وروسته موږ ته راورسیدل، وښوله چې په خواشینی سره څلور تنه افغانان هم په وژل شویو کسانو کې دي.»

د مستغني په خبره څلورو واړو وژل شویو افغانانو د ترکیې تابیعت هم لاره خو د هويت په اړه يې بشپړ معلومات په لاس کي نه شته.

خو مستغني ویلي دي چې د دغو افغانانو کورنیو ته چې په ترکيه کې میشت دي، هم خبر ورکړل شوی دی.

د ترکیې د استانبول ښار په اتاترک هوایي ډګر کې د سه شنبې په ورځ ناوخته ماښام درې ځانمرگي بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۴۲ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ تنو ډیر نور ټپیان شول.