1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استخراجې منابعو کې د فساد د مخنیوی لاره څه ده

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د ماليي وزارت د يوه پلان له مخې هڅه کوي چې د ملک په کانونو کې د غلا او فساد مخه ونيسي. هغه وزارت اوس د افغانستان په خپلواکو رسنيو هم غږ کړي چي په دي برخه کي د خپلو څيړنيزو او بربنډونکو رپوټونو سره مرسته وکړي

https://p.dw.com/p/118yM
د لوگر د مس عینک د کانو یوه برخه
د لوگر د مس عینک د کانو یوه برخهانځور: AP

افغانستان چې د کانونو له اړخه په سیمه کې یو بډایه هیواد بلل کیږي د کورنیو جګړو راهسي یې له طبیعي زیرمو کار ندی اخیستل سوی .

د امریکا د ځمکي پیژندني یوي تحقیقاتي ډلي د افغانستان په شمال کې د تر سره سوي سروي له مخې تیر کال وویل چی د شاوخوا 3000 ملیارده امریکايي ډالرو په ارزښت ډول ډول قیمتي معدني توکې د افغانستان په کانونو کې شتون لري.

اوس افغان دولت هڅه کوي چې د خپل اقتصاد د پیاوړې کولو لپاره په یو شمیر کانونو پانګونه وکړي او په دغه برخه کې لا وختې له یو شمیر نړیوالو شرکتونو سره تړونونه سوي دي.

د عینکو د مسو له کان څخه د مسو د را ایستلو تړون لا وختې د چین د ام سې سې کمپنۍ سره سوی.

خو هغه اندیښنه چې اوس رامنځ ته سوي هغه دا ده چې د کانونو د استخراج په قراردادونو کې مالي فساد شتون لري او دا مسله ډیره ویرونکي ده .

د مالیې وزارت سلاکار نجیب منلی وایې دوي داسي یو پلان تر لاس لاندي لري تر څو په استخراجي منابعو کې د فساد او غلا مخې پرې ونیول سي. په دغه لړ کې د معادنو د تړونونو په باب اول لاس معلومات رسنیو ته ورکول کیږي.

منلی په رسنیو غږ وکړ او وویل: «که چیرته د افغانستان په استخراجي منابعو کې غلا کیږي، هغه غلا والستریت ژورنال او نوري بهرنۍ ورځپاني را و نه باسي تاسو یې بربنډي کړي.»

نوموړی زياته کړه چی په تیرو دوو کلونو کې یو شمیر بهرنیو معتبرو رسنیو د افغانستان د کانونو د را ایستلو په قرار دادونو کې د بډو او اختلاس په باب بیلا بیل راپورونه خپاره کړل.

د ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې د عینکو د مسو کان په تړون کې د کانونو د پخواني وزیر ابراهیم عادل، له خوا د ام سې سې چینایې کمپنۍ څخه د دریو ملیونو امریکایی ډالرو بډې د اخیستلو راپور ورکړ .

دغه رشوت یادې کمپنۍ ته د لوګر د عینکو له کان څخه د مسو د استخراج د امتیاز د ورکولو په موخه اخیستل سوی وو. خو اوس داسي ښکاري چې افغان دولت د فساد کاراو چارواکو لاس ته د دغې شتمنۍ له لویدو ویره لري.

د استخراجي منابعو د ادارې غړي بشیر صالحي د وینا له مخې چې دوي هڅه کوي په کانونو کې د غلا او د معادونو په تړونونو کې د فساد او رشوت مخه رسنیو ته د اول لاس معلوماتو په ورکولو سره ډب کړي.

هغه وایی: «د استخراجي صنعت څخه په لاس راتلونکو عوایدو په ښکاره کولو سره، د ادارې فساد څخه مخ نیوی کیږي او مونږ وروسته له دې په دغه برخه کې له رسنیو سره پوره همکاري کوو»

افغانستان د نړۍ په کچه د معادونو له اړخه یو بډایه هیواد بلل کیږي. خو لا هم د دغه ملک تر نیمایې ډیر خلک په فقر کې ژوند کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان ځمکه د معادونو له اړخه د سرو زرو هغه کټ ته ورته بولي چې خاوند یې پرې وږې بیدیږي.

خو پوښتنه دلته پیدا کیږي چې په ادارې فساد کې تر ستونې پوري ډوب سوی افغان حکومت به د کانونوپه قرار دادونو کې د دغسې پروګرامونو په پلي کولو د فساد په مخ نیوې کې بریالی سی که څنګه، دې ته به وخت ځواب ووایې.

کابل/جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم