1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلامي نړۍ کې لوی اختر ولمانځل شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د نړۍ مسلمانانو سه شنبه د اختر د لومړۍ ورځې په توګه ولمانځله. په عین حال کې سعودي عربستان ته تللو مسلمانانو هم د حج مراسمو ته دوام ورکړ. سږ کال د حج په مراسمو کې د تیر کال په پرتله لږو مسلمانانو ګډون کړی دی.

https://p.dw.com/p/19zbh
انځور: AFP/Getty Images

د سعودي عربستان د چارواکو د وینا له مخې سږ کال د حج په مراسمو کې د نړۍ ۱.۵ میلیونه مسلمانانو ګډون کړی دی. د حج ستر مراسم په مکه، عرفات او منی کې تر سره کیږي.

د دوشنبې په ورځ د عرفات په غوڼډۍ کې له سهار تر ماښام پورې له هستوګنی څخه وروسته حاجیان د منی ګاونډې بیدیا، مذدلفه کې پرون شبه تیره کړه چیرې چې هغوی د جمراتو یا په سبمولیکه توګه د شیطان ویشتلو د مراسمو له پاره کوچنۍ تیږې راټولې کړې. د جمراتو مراسم د لوی اختر تر لمانځه او قرباني وروسته د منی په سیمه کې ترسره کیږي.

که څه هم سږ کال د حج د مراسمو گډوانوال د تیر کال په پرته کم دي خو بیا هم د لوی اختر تر لمانځه وروسته په منی کې چې له مکې معظمې څخه لږ لیرې پرته ده، په تیږو د شيطان د ویشتلو پر مهال دغه سیمه د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه له راغلو مسلمانانو ډکه وه.

د مسلمانانو د عقایدو له مخې دغه مراسم په درې ځایونو کې چی شیطان په کې ظاهر شوی وو او غوښتل یې د خدای پیغامبر حضرت ابراهیم د خپل زوی له قرباني کولو څخه راوگرځوي، تر سره کیږي.

سږ کال د حج په مراسمو کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه مسلمانانو گډون کړی دی، دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د حاجیانو شمیر ۳.۲ میلیونو ته رسیده.

که څه هم تر دې مخکې په تیږو د شیطان د ویشتلو په مراسمو کې د گڼه گوڼې او اور اخیستنې له کبله ناوړه پېښې رامنځ ته شوې دي، خو په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان چارواکو په مراسمو کې لا ډیر تدابیر نیولي دي چې د ناوړه پیښو مخه ونیسي.

تیر کال سعودي عربستان پریکړه وکړه چې د بهرنیو حاجیانو شمیر ۲۵ سلنه او د کورنیو حاجیانو شمیر ۵۰ سلنه راټیټ کړي ترڅو د مسلمانانو دغه مراسم په لا منظم ډول پر مخ یوړل شي.