1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلامی هيوادو کي امريکايي ضد روحيه ډيره قوي ده

۱۳۸۷ اسفند ۹, جمعه

په پاکستان ،مصر او اندونيزيا کښي اکثريت خلګ د اسلامی هيوادو څخه د امريکايي ځواکونو وتل غواړي ، او د نه وتلو په صورت کښي حتی پر هغوی باندی دحملو طرفداري کوي ...

https://p.dw.com/p/H2nN
په پاکستان کښي امريکايي ضد احساسات ښکاره کول ،چه په هغه کي نه يوازي د امريکا بلکه د اسراييلو بيرغ هم سوځل کيږي
په پاکستان کښي امريکايي ضد احساسات ښکاره کول ،چه په هغه کي نه يوازي د امريکا بلکه د اسراييلو بيرغ هم سوځل کيږيانځور: AP

داڅيړني د2008کال دجولاي له مياشتي څخه تر سپتمبره پوري په پاکستان ، دمصر په عربي جمهوريت، اندو نيزيا اوپه ځيني نورو هيوادونوکي چي داوسيدونکو ډيره کي يي مسلمانان جوړوي تر سره شويدي . په هرهيوادکي د 1100کسوڅخه پوښتني سويدي . دامريکا دنظريو دڅيړلو دانستيتوت –World public Opinion- مشر ستيفان ددې څيړنو نتيجي په لنډډول داسي بيانوي ،

«دټولو څخه مهم معلومات چي لاسته راغلي، دادي چي دمسلمانانوډيره کي دالقاعده ترور ردوي .اوپر ملکي وګړو باندي دبريدونو، بمي چاودنو، اوقتلونو پر ضد دي ، خوسره له هغه يې هم نظريات دالقاعده ډيروپلانو ته نژدې دي . »

يوازي په پاکستان کي په سلوکي 60 کسه تقاضاکوي چي امريکايي پوځونه دي د اسلامي هيوادو، دفارس له خليج او افغانستان څخه ووزي . دادالقاعده د شبکي اصلي هدف هم دی .

اوددې پوښتني په ځواب کي چي آيا دوي پرامريکايي پوځي تأسيساتو باندي بريدونه مجاز بولي اوکه نه، په سلوکي20 دهو ځواب ويلی دی . ددي دليل دپوهي او سياست دعلمي ټولني دجنوبي آسيا دچارو کارپوه کريستيان واګنر داسي توضيح کوي ،

«ددې علت دادی چي په پاکستان کي خلک دداخلي سياست په چاروکي دامريکا لاسوهني ويني .او همدا ډول دامريکايانو ددوه ګانه عمل،او کارونو په مقابل کي انتقادي دريز لري چي په ظاهره يې دديموکراسۍ ملاتړ کړی، خوپه عمل کي يې دپوځي حکومت ښکاره حمايت کړيده . اوډيری په افغانستان کي دامريکايانو دفعاليتونو پر خلاف هم دي .»

دنظريود څيړونکي د انستيتوت World public Opinion- مشر ستيفان کول وايي چه دوه کاله دمخه يې دغه ډول دڅيړنولمړنۍ نتيجي خپري کړي وې . خو د هغه وخته راهيسي دامريکا په مقابل کي داسلامي نړۍ په دريزکي کوم بدلون ندی راغلی . تراوسه هم ډيری امريکايي پوځ دثبات راوستونکی په حيث نه پيژني ، بلکه ديوه خطر په سترګه ورته ګوري .

دی وايي :

«دادامريکا دمتحده ايالتونو دحکومت موقعيت سختوي، دغه هيواد ترور ته دځواب په حيث په اسلامي هيوادونوکي خپل پوځي حضور زيات کړيدی ،خودا د متقابل عکس العمل دښودل کيدو سبب سويدی .اودالقاعده شبکې ته يې دخلکو علاقه ډيره کړيده . ځکه چي القاعده دامريکايانو دپوځي حضور پر خلاف ده او مبارزه ورسره کوي .نوکه څه هم خلک دتروريستي سازمان طريقي ردوي ،خودامريکا پوځي حضور القاعده ته دملاتړ سبب ګرځيدلی دی .

دالقاعده ديوه بل هدف سره چي په اسلامي هيوادونوکي دشريعت رواجول دي ،دمصر په عربي جمهوريت او اندونيزياکي د هرو لسو تنو څخه پنځو تنوهو ويلي دي . په پاکستان کښي حتی هر 7تن . دپاکستان په سوات کي چي همدااوس جنګونه پکښي روان دي ، شريعت جاري سویدی .

کريستيان واګنر وايي چي په پاکستان کي همدا اوس داسي محکمې وجودلري ،چي شريعت چلوي .

يوازي په سلوکي 20کسه پدې باوردي چي امريکا داسلامي هيوادونو ښه غواړي اوپه دې عقيده دي چه امريکاپر نورو باندي داسي قوانين تطبيقوي ،چه پخپله يې نه مراعتوي .

خو ستيفان په دې عقيده دی چه دامريکا دنوي جمهورريس بارک اوباما په راتلو سره کيدای سي ، په دغه حالت کښی ځيني تغيرات راسي .