1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کي لاريون په تاوتريخوالي واوښت

۱۳۹۱ دی ۲۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17KDG

د پاکستان د حکومت پر ضد په لویو مظاهرو کښي سخت اخ و ډبونه رامنځته سوي دي. پولیسو هغه وخت پر مظاهره چيانو باندي اوښکي بهونکی ګاز وپاشه، کله چي دوی غوښتل په اسلام آباد کښي پارلمان ته ورننوزي. په د فیرونو ږغونه هم اوریدل سوي دي. مظاهرې د یوه اسلامي روحاني مشر په غوښتنه تر سره سوي دي. دغه پاکستاني کاناډايي عالم طاهر القادري، د پاکستان حکومت په اختلاس او بې کفایتی تورن کړی دی او په دوبي کښي تر پارلماني انتخاباتو دمخه يې د ژورو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. دی د پاکستان د پارلمان منحلیدل او د یوه نظامي مؤقتي حکومت جوړیدل غواړي.