1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کي لا احتجاجونه ادامه لري

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د حکومت ضد احتجاجونه لا هم ادامه لري. په دې ترڅ کې نن د پاکستان پارلمان غونډه کوي. تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د دغه هیواد د پوځ مشر راحیل شریف هم ملاقات لرل.

https://p.dw.com/p/1D58b
انځور: Reuters

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۱) یووار بیا پر دې خبره ټېنگار وکړ چې پر ده به گواښونه کوم اغېز و نه لري او له خپلې څوکۍ څخه استعفا نه کوي. اسوشېتد پرس خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي دي چې نواز شریف دغه اعلان تیره ورځ له هغه وروسته وکړ چې د پاکستان پر دولتي تلویزون (پي ټي وي) باندي احتجاج کوونکو هجوم وروړ او د دغه تلویزون ودانۍ یې ولکه کړه.

د دوشنبې ورځي تر ناوخته د احتجاج کوونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب ادامه لرله. خو له درو ورځو راهیسې د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ د تاوتریخوالي ډکو نښتو تر رپوټونو وروسته پر نواز شریف باندي فشار نور هم زیات شو چې گويا د پوځ مشر ده ته د استعفا کولو مشوره ورکړې ده. خو بیا وروسته د پاکستان پوځ دغه خبره رد کړه.

ویل کیږي چې د سه شنبې په ورځ د پارلمان د دواړو خونو گډه غونډه د نواز شریف له پاره د سیاسي ملاتړ د لا متحرک کولو یوه هڅه ده. دا په داسي حال کې ده چې تر اوسه ډیرو سیاستوالو د نواز شریف د ملاتړ اعلان کړی دی، خو په دغه هیواد کې د احتجاجونو له کبله د «نوي جمهوریت» د مسیر په هکله اندېښنې مخ پر زياتېدو دي.

دغه کړکېچ د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) د گوند د مشر عمران خان، او د پاکستان عوامي تحریک (پي ټي اې) د مشر طاهر القادري، په مشرۍ له دوو اونیو راهیسې د پیل شوو احتجاجونو له کبله رامنځ ته شوی دی. دغه دواړه مشران د تیر کال په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي او د لومړي وزیر نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي.

تر ډیرو ورځو پوري دغه احتجاجونه سوله ییز ول، خو له شنبې ورځي راهیسې یې بله بڼه غوره کړه او د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې درې تنه ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات بیا ټپیان شول. په ټپیانو کې ښځي، ماشومان او امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

د دوشنبې په ورځ هم د پولیسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شو. احتجاج کوونکو د پاکستان دولتي تلویزون د لږ ساعت له پاره ولکه کړ، چې له کبله یې د نوموړي تلویزون خپروني ودریدې. د پاکستان د دولتي تلویزون یوه تن کارکوونکي اطهر فاروق، ویلي دي چې ۲۰ کمرې ورکي شوي دي او په وینا یې احتجاج کوونکو سامان آلاتو ته زیان ورساوه او له کارکوونکو سره لاس او گریوان شول.

تر هغه وروسته د پاکستان پوځ او نیمه ملېشو احتجاج کوونکي د دولتي تلویزون (پي ټي وي) له ودانۍ څخه وایستل او خپروني بېرته پېل شوې.

د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام آباد کې هغه وخت دا گونگوسي راپورته شوې چې یو شمیر ځایي تلویزونونو داسې رپوټونه خپاره کړل چې پوځ پر نواز شریف باندي د خپلې څوکۍ د پرېښوولو له پاره فشار راوړی دی. خو پوځ بیا وروسته دغه رپوټونه «بې اساسه» وبلل.

خو د جاوید هاشمي له خوا تر یوې مطبوعاتي غونډي وروسته، په دغه کړکېچ کې د پوځ د نقش په هکله یووار بیا پوښتني راپورته شوي دي. جاوید هاشمي د یکشنبې تر ورځي د پاکستان د تحریک انصاف گوند، پر لوړه څوکۍ کار کاوه. جاوید هاشمي د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د عمران خان د احتجاجي تحریک، واگي د بل چا په لاس کې دي.

خو عمران خان بیا دغه ادعا رد کړې ده. د پاکستان پوځ هم ویلي دي چې دوی د احتجاج کوونکو ملاتړ نه کوي او د جمهوریت له پاره د دوی ملاتړ «باالکل روښانه» دی.