1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «افغان بستي» پر بې ځایه شویو څه تیریږي

بریښنا صابر۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

په اسلام آباد کې د «افغان بستي» (افغان کلی) د ویجاړولو چاري ښايي پای ته نزدې وي، خو د دې سیمې د پخوانیو اوسیدونکو ستونزي تازه پیل شوي دي. ځیني افغانستان ته ستنیدو ته اړ شوي او ځینې نور بیا د ځان له پاره نوي سرپناوي لټوي.

https://p.dw.com/p/1GARX
انځور: DW/S. Raheem

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال سیلاب خان او کورنۍ یې د تیري پنجشنبې په ورځ هر څه له لاسه ورکړل. هغوی چې پخوا د اسلام آباد په «افغان بستي» نومې سیمه کې اوسیدل، اوس نه کور لري، نه پیسې او نه هم د ژوند نور لومړني امکانات.

سیلاب خان او شاوخوا ۳۰۰۰ نوري کورنۍ له کلونو راهیسې د اسلام آباد په «ای ۱۱» نومي سیمه کې جوړي شوي «افغانانو کلي» کې اوسیدل. د اسلام آباد ښاروالۍ د پنجشنبې په ورځ په دې سیمه کې ټول کورونه ویجاړ کړل او پکښې مېشت کسان چې پر افغان کډوالو سربیر د پاکستان د مومندو، باجوړ او وزیرستان بې ځایه شوي هم شامل ول، په ډېر لږ وخت کې له خپلو کورونو څخه وتلو ته مجبوره کړل.

سیلاب خان چې اوس افغانستان ته له ستنیدو پرته بله چاره نه لري وايي: «موږ ورته زاري وکړې چې درې ورځي وخت راکړي چې موږ کورونه خالي کړو خو هغوی و نه منله او پر ډکو کورونو باندي یې لوډر وګرځول او کورونه یې له سامانونو سره ویجاړ کړل.»

دغه افغان کډوال وايي چې د ښاروالي کارکوونکو او پولیسو پر هغو کډوالو چې له کورونو څخه نه وتل اوښکي بهوونکی ګاز وکاروه او له هغوی سره یې له زوره کار واخیست: «زه پخپله څلور، پنځه ډنډې ووهل شوم. زما سره درې ماشومان ول. خو هغوی بیا هم زه ووهلم.»

د سیلاب خان میرمن بسور بي بي، په ژړغوني غږ د دغې سیمې ویجاړول «لوی ظلم» بولي او وایي چې ډېر کسان په دې ترڅ کې ژوبل شول ځکه چارواکو پر نارینه وو سربيره ښځي او ماشومان هم ووهل: «ډک کورونه او دوکانونه یې ویجاړ کړل. زموږ واړه له مرګه بچ شول. زما خپل ماشوم داسې حالت ته ورسېد چې موږ فکر کاوه هغه به مړ شي.»

پاکستاني چارواکي بیا وایي چې وختي یې د افغان بستي اوسیدونکو ته څلور واري یادښتونه ورکړي ول چې له دې سیمي څخه ووځي. هغوی زیاتوي چې اوسیدونکو یوازي په هغه صورت کې چې همدې سیمې ته نزدې ورته ځمکه ورکړل شي د خپلو کورونو پریښودو خبره کړې وه.

Zerstörung von illegalen Siedlungen in Islamabad
انځور: DW/S. Raheem

د بشري حقونو ټولنو او مدني فعالانو د افغان بستي د ویجاړولو پر عملیاتو چې پکښې ۱۵۰ کسان ټپیان شوي دي سختې نیوکې کړي دي. په پاکستان کې د مدني ټولني یوه فعال ارشد عباسي، وايي: «په زرونو خلک بې کوره کړل شول. حکومت باید وگوري چې ستونزي کموي او که یې لا پسې ډیروي.»

د سرپناه په لټه کې

سیلاب خان وایي چې د کورونو د ویجاړولو پر مهال یو شمیر کسانو د هغوی له کورونو څخه غلاوې وکړې: «ما پخپله لږ تر لږه ۴۰۰ زره روپۍ تاوان کړی دی. خلک به راتلل بکسونه به یې ماتول، پیسې او سره زر به یې غلا کول. سم چور وو.»

سیلاب خان وایي چې د غلاو لړۍ د جمعې ورځي تر ماښامه پوري وغځیده او غلو له هغو کورنیو غلاوي وکړې چې د ودانیو له ویجاړیو څخه یې خپل یو څه سامانونه راایستلي ول: «د کورو تر ویچاړیدو وروسته، خلکو پر ډاک شپه سبا کړه خو د شپې له خوا هم ورڅخه غلاوي وشوې.»

د افغان بستي بې کوره شوي ډېري کورنۍ اوس د خیبر پښتونخوا په نوښار، چارسیدې او د پيښور ښار شاوخوا سیمو کې میشت شوي دي. یو شمیر نور بیا افغانستان ته ستانه شوي. له ډېرو کسانو سره د هغوی خپلوانو مرسته کړې ده او هغوی ته یې موقتي سرپناه برابره کړې ده. افغان کډوال ریاض خان یو له دغو کسانو څخه دی. هغه د سیلاب خان له کورنۍ سره مرسته کړې: «موږ ورسره مرسته وکړه او د یو څو ورځو له پاره مو په خپل کور کې ځای ورکړ.»

د سختیو پیل

افغان بستي هم د پاکستان د ډیرو نورو سیمو په شان په افغانستان کې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو وروسته دغه هیواد ته د رسیدلو افغان کډوالو له خوا جوړه شوه او هلته یې کورونه جوړ کړل. په دې سیمه کې پر افغان کډوالو سربیره ډېر بې ځایه شوي پاکستانیان هم اوسیدل.

په پاکستان کې چې ویل کیږي تر درو میلیونو ډیر افغان کډوال پکښې اوسیږدي، د کلونو په تیریدو سره د کډوالو کمپونه په لویو استوګنځایونو بدل شوي دي. دغو کسانو خیمي په له خټو جوړ شویو کورونو بدلې کړې او په سیمه کې لوی او واړه بازارونه هم جوړ شوي دي.

په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ستونزي د ۲۰۱۴ کال په دسمبر میاشت کې د پیښور پر یوه ښوونځي تر وسله وال برید وروسته ډیري شوې. دغه برید د تر سلو ډیرو ماشومانو ژوند واخیست او ځينو پاکستانیانو پر افغان کډوالو باندې تور ولګاوه چې له برید کوونکو سره یې مرسته کړې وه. تر همدې پیښې وروسته د افغان کډوالو د کمپونو د ویجاړولو لړۍ پیل شوه او ډېر افغانان اړ شول چې له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

چارواکو د افغان بستي پر اوسیدونکو باندي هم په غلاو، مخدره موادو خرڅلاو او نورو غیر قانوني کړنو کې د ښکیلتیا تورونه لګولي دي. ځینې کډوال لکه د سیلاب خان ۲۵ کلن زوی سرتاج خان، بیا د امنیتي ځواکونو له خوا د لنډې مودې له پاره نیول شوي هم دي.