1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسپلکمپ کې پخواني کډوال د نویو کوربه دي

۱۳۹۵ تیر ۲۱, دوشنبه

اسپیلکمپ یو کوچنې ښار دی چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د مهاجرو له خوا جوړ شو. خو دغه ښار له نوو مهاجرو سره چې ډیري یې مسلمانان دي څه ډول چلن کوي؟

https://p.dw.com/p/1JMrn
Innenstadt Espelkamp
انځور: DW/V. Witting

ساد د جگړی له امله له سوریې څخه مهاجر شوی دی. هغه د خپلو ښوونکو د کوښښونو له امله ډیر ژر خپله یو ښوونکی شو. ساد په دمشق کې د کمپیوتر په څانگه کې زده کړې کولې. هغه د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت په «اسپیلکمپ» کې په داوطلبانه ډول نورو مهاجرو ته د آلماني ژبې درس ورکوي.

په اسپیلکمپ کې د آلماني ژبې تدریس د ډیاکوني په نوم د ځوان مهاجرو د خدماتو د برخې په خونو کې ترسره کیږي. ساد تر اوسه پورې د آلماني ژبې او ادغام په منظمو کورسونو کې د گډون کولو اجازه نه لري، دا ځکه چې تر اوسه پورې د هغه د پناه هندگۍ غوښتنلیک نه دی منل شوی. دلته له ډیرو نورو کډوالو سره هم ورته چلند کیږي.

Espelkamp Informatiker Saad aus Syrien
ساد په سوریې کې خپلې زده کړې بریښې او آلمان ته تښتیدلی دی.انځور: DW/V. Witting

د داوطلبانو د اقداماتو، د کلیساو مرستې او له ځان سره د کمک سازمانو له مرستې پرته به وضعه ډیره خرابه او پریشانه کونکي وي.

په همدې منځ ساد د کډوالو په ښار اسپیلکمپ کې ځان ډیر ښه احساسوي. هغه په داسې حال کې چې خوله یې له خندا ډکه ده وایې: «د اسپيلکمپ خلک موږ سره ډیره ښه وضعه کوي.»

نور مهاجر هم د ساد خبره تائيدوي. ساد زیاتوي: «زه غواړم چې په یو لوی ښار کې واوسیږم او لوړې زده کړی وکړم. شاید هم په بیلیفلډ ښار کې.»

د اسپيلکمپ ښار د وگړو شمیر ۲۵ زره دی، په متوسط ډول صنعتي ښار دی او د پیسو د لوبې اوتومات ماشین جوړولو تر ټولو مشهوره کمپنۍ هم په همدې ښار کې ده. په ښار کې یو سوپر مارکیټ هم موجود دی.

په ښار کې بې ځایه شوي

دغه ښار د نازیانو د واکمنۍ پر مهال د وسلو او تجهیزاتو د فابریکو جوړولو له پاره پلان شوی وو چې تر جگړی وروسته باید له خاورو سره خاورې شوی وای. خو وروسته تر دې د ختیځ پروس او سلیسیا د تحمیلي جگړی مهاجر په عسکري قشلو کې ځای پر ځای شول او د اسپیلکمپ ښار یې تاسیس کړ. تر دې وروسته په نويمو کلونو کې روسي آلماني میلمه کارگران دلته ځای پر ځای شول.

د اسپيلکمپ ښاروال هانریش ویکر، وایې چې «اسسپیلکمپ د ډیرو هغو کسانو له پاره چې وروسته دلته ځای پر ځای شوي ول تر برلین ډیر زیات پیژندل شوی او مشهور وو.»

په بریسلاور واټ کې د مهاجرو نوی نسل لیدل کیږي. دا وار دوی له سوریې، افغانستان او ایریتیریا څخه راغلي دي. دوی دلته په یو ډیر نامطمئن حالت کې په سړکونو او کوڅو کې لیدل کیږي. د دغو شاوخوا ۵۰۰ مهاجرو اکثریت چې د تیر کال راهیسې دلته اوسیږي، تراوسه پورې په دې نه پوهیږي چې آیا دوی به په آلمان کې د پاتی کیدو اجازه ترلاسه کړای شي او که نه؟

یو ستړی کونکی نامعلومه حالت

ښاروال ویکر وایې: «د خپل پناهندگۍ په هکله دغه نامعلوم وضعیت او بې اطمیناني د ډيرو له پاره ستړی کونکی دی.» هغه زیاتوي: «موږ په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو پر راتگ حساب نه وو کړی. موږ باید ډیر څه امتحان کړو.»

د ډیاکوني یا ځوان مهاجرو د خدماتو ادارې څخه کلاوډیا ارموت، د لسیزو راهیسې په اسپیلکمپ کې له تازه راغلو مهاجرو سره کار کوي. کلاوډیا ارموت، وایې چې دا وار د مهاجرت بهیر ډیر بد نه دی. د روسي-آلماني او وروسته راغلو مهاجرو تر منځ یو ځانگړی نظم وجود لري. نوموړۍ زیاتوي: «اسپيلکمپ د یوې اوږدې مودې راهیسې له داسې څه څخه ویره نه لري، موږ ډیر ښه تنظیم شوي یو.»

Espelkamp Bürgermeister Heinrich Vieker, CDU
ویکر وایي چې په دې ښار کې ډیری پخوانیو مهاجرو خپل ژوند جوړ کړی دی.انځور: DW/V. Witting

د کډوالو پر ضد تبعیض

په لومړیو وختونو کې د اسپيلکمپ په څو کلتوري ښار کې هم د پردیو یا خارجیانو پر ضد مزاحمتونه او مقاومت موجود وو. نا معلوم کسان د مهاجرو پر استوگنځایونو د نازیانو علامې یا نښان رسموي. د یو پول تر څنگ په یوه لوحه کې لیکل شوي دي "No Asyl und Pro NPD".

د"Real Life" په نوم د ځوانانو له مرکز څخه ټولنیز کارکونکی انټون شک، وایې: «زما د څیړنو له مخې اکثره خارجي ضد آعمال د بومي آلمانانو له خوا نه، بلکې د هغو ځوانانو له خوا ترسره کیږي چې د روسي آلماني مهاجرت سابقه لري.»