1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افریقا کې ۵۰۰ کان کیدونکي وژغورل شول

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبه

په سویلي افریقا کې د سرو زرو په یوه کان کې تر اور بلیدو وروسته په کان کې بند پاتې شوي ټول ۴۸۶ کسان ژغورل شوي دي. یو شمیر کان کیدونکي په داسې ځایونو کې بند پاتې ول چې ۳.۵ کیلومتره ژور ول.

https://p.dw.com/p/1Efwu
انځور: picture-alliance/dpa

د اور له کبله بند پاتې شوي کان کیدونکي د یکشنبې په ورځ وژغورل شول. د هارموني د سرو زرو کان کیندني شرکت، یوه چارواکي ویلي دي: «موږ په دې ډیر خوشحاله یو چې ټول همکاران مو له کان څخه ژغورل شوي دي او هیڅ یو هم ټپی شوی نه دی.»

دغه کسان د «کارلیتون ویلي» سیمي ته نزدې په یوه کان کې تر هغه وروسته بند پاتي شول چې د سهار د ۷ بجو او ۴۰ دقيقو په شاو خوا کې په کان کې اور ولگید. د کان کیندنې شرکت چارواکو زیاته کړې ده: «زموږ کارکوونکي دغه شان یوه وضعیت ته روزل شوي دي.»

اور د ساختماني کارونو پر مهال ولگید

کله چې د کان کیدونکو د ژغورني عملیات روان ول نو جنوبي اقریقا جمهور رئيس پر خپلو هیوادوالو غږ وکړ چې خپلو کارگرانو ته دعاوي وکړي. هغه وویل: «زه پر ټولو سویلي افریقایانو باندي غږ کوم چې بند پاتې شوي کان کیدونکي په خپلو دعاگانو کې یاد وساتي.» ویل کیږي چې اور هغه وخت بل شو چې په کان د هوا د تازه ساتلو پر سیستم باندي کار روان وو.

د سویلي افریقا اقتصاد ډیر پر قیمتي فلزاتو ولاړ دی. د دې هیواد د سرو زرو صنعت شاوخوا څلور میلیارده ډالر ارزښت لري. د دې هیواد چارواکي وایي چې سویلي افریقا د ټولي نړۍ د سرو زرو نیمایي ذخیره لري.

د ۲۰۱۴م کال په فيبروري میاشت کې په سویلي افریقا کې نهه تنه ماین کیدونکي تر هغه وروسته ووژل شول چې د سرو زرو په یوه کان کې اور ولگید. تر دې مخکې په ۲۰۰۹م کال کې هم په یو بل کان کې ۸۲ کسان ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب