1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانسان کي بيا ولي د کوکنارو کښتونه ډير سوي دي؟

۱۳۹۰ بهمن ۴, سه‌شنبه

له کوکنارو سره د جګړې په ډګر کي له تيرو لسو کلونو راهيسي په سوو ميليونه امريکايي ډالر مصرف شوي دي. خو بيا هم د ترياکو توليد زياتوالی مومي، او د دغه بوټي کروندې پراخيږي.

https://p.dw.com/p/13okG
په هلمند کي د کوکنارو يوه کرونده
په هلمند کي د کوکنارو يوه کروندهانځور: picture alliance/dpa

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۱کال رپوټ ښيي چي په افغانستان کي د نشه يي موادو توليد ۶۱ په سلو کي زيات شوی دئ او ترڅنګ ئې د کښت کچه هم اووه سلنه لوړه سوې ده.

تقريباً يوه لسيزه کيږي چي افغانستان د نشه يي توکو د توليدوونکو هيوادونو په لیست کښي لومړی ځای لري.

ملګري ملتونه وايي چي تيرکال پر ۱۳۱زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول چي حاصلات ئې ۵۸۰۰ متريک ټنه شوي دي. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۰کال کي د توليد اندازه شاوخوا ۲۰۰۰ ټنه کمه وه.

راپورونه وايي چي د نړۍ ۵۳ فيصده ترياک يوازي په هلمند ولايت کي کرل کيږي.

د هلمند ولايت څو تنه بزګران چي وايي څو کاله دمخه ئې له دغه کاروبار څخه لاس اخيستی وو اوس بيرته دې ته مجبوره سوي دي چي کوکنار وکري.

«حکومت زموږ سره مرسته نه کوي، څه وکړومجبوره يوو چي کوکنار وکرو، ګزاره مو په غنمو او نورو فصلونو نه کيږي همدا کوکنار کولای سي چي زموږ د کورنيو لګښتونه پوره کړي».

خو له نشه يي موادو سره د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل بيا وايي چي تير کال د کوکنارو لوړو بيو خلک بيا وهڅول چي وئې کري.

هغه دا نه مني چي ګويا د مخدره موادو توليد په افغانستان کي زياتوالی ښيي. خو اعتراف کوي چي د دوی کښته کاري ظرفيت دې ته لاره پرانيستې ده چي د مخدره موادو په وړاندي روان کمپاين د ډاډ وړ پايلي و نه لري.

«پر دې اعتراف کوو چي زموږ ټيټ کاري ظرفيت او د هيروينو د نيولو ټيټه کچه د دې لامل شوې ده چي له افغانستان څخه ډير مخدره توکي دباندي ووزي».

خو د هلمند والي ګلاب منګل چي تر ولکې لاندي ولايت کي ئې د نړۍ تر ټولو ډير کوکنار کرل کيږي وايي چي د ترياکو سره په جگړه کښي بریاوي هم لري.

«له تيرو څو کلونو راهيسي مو يو زيات شمير کاروانونه او د مخدره موادو زېرمي له منځه وړي دي او کاروباريان مو ئې د قانون منګولو ته سپارلي دي».

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان بيا د مخدره موادو په کاروبار کي د يو شمير بهرنيو کړیو لاس درلودل د ترياکو د توليد د زياتيدلو يو لامل بولي.

خو د هلمند والي گلاب منگل وايي، چي تر اوسه داسي شواهد نه شته چي د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار کښي دي د بهرنيو عسکرو لاس وي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل