1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان او پاکستان کې د داعش د پیدا کیدو ویره

فرانس پرس/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۳ آبان ۱۱, یکشنبه

د «اسلامي دولت» یا پخوانۍ داعش نومې افراطي ډلې په افغانستان او پاکستان کې د تندلارو په جذبولو لاس پوری کړی دی. د دغو دواړو هیوادونو چارواکي اندیښنه لري چې له دې سره به په سیمه کې د زور زیاتیو لمن لاپسې پراخه شي.

https://p.dw.com/p/1DflW
انځور: picture-alliance/AP Photo

په دې ورستیو اونیو کې د «اسلامي دولت» یا داعش نوم څو واره د پاکستان او افغانستان په جهادي حلقو کې اخیستل شوې دی. دغه هیوادونه د کلونو راهیسي د طالبانو او القاعدې شبکې ټاټوبي گڼل کیږي.

د پاکستان د شمال لویدیځې صوبی په ځینو برخو کی د داعش په پلوي توب شبنامې لیدل شوي دي. همدارنگه د پاکستاني طالبانو پنځو قوماندانانو او لږ تر لږه د افغان طالبانو دریو ټیټ پوړو قوماندانانو له دغې ډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دغه راز د «اسلامي دولت» یا داعش افراطي ډلې په پلوۍ شعارونه د کابل پوهنتون په شمول د دوړاو هیوادونو د څو ښارونو پر دیوالونو باندې لیدل شوي دي. په دې ترڅ کې د کابل په پوهنتون کې یو شمیر محصلین هم نیول شوي دي.

کله چې د فرانس پرس خبري آژانس خبریال له امنیتي او رسمي سرچینو پوښتنه وکړه، هغوې وویل چې دا یو محلي او انفرادي کار دی او تر اوسه پورې «اسلامي دولت» یا داعش نومې افراطي ډلې دلته خپل حضور ښکاره کړی نه دی.

د پاکستان د امنیتي چارو کارپوه امیر رانا، فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «داعش په سیمه کې د زور پالونکو او غیر زور پالونکو مذهبي ډلو له پاره یو لوی الهام بخښونکي قوت گرځي.»

اخطار ورکوونکی لیک

د روانې میاشتې په پيل کې په پاکستان کې د تروریزم ضد ادارې په لسونو دولتي ادارو ته لیکلي وو چې د «اسلامي دولت» ډلې څخه دې ځان وساتي. دغې ادارې ویلي دي: «د داعش ډلې بریالیتوبونه په پاکستان کې یو ډیر خطرناک الهام بخښونکې نقش لوبوي، چیرته چې تر ۲۰۰ زیات دغه ډول سازمانونه فعالیت لري.»

دا لیک په داسې حال کې اړونده ادارو ته واستول شو چې پاکستاني پوځ د دغه هیواد په شمال لویدیځې قبایلي سیمه کې د یاغیانو پر مرکزونو پراخ عملیات ترسره کړل. داسې ښکاري چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې د پاکستان تحریک طالبان او د هغوې متحدین د «القاعدې جنگیالي» کمزورې شوې وي.

د دغو عملیاتو په تعقیب د پاکستاني طالبانو ډله چې د مختلفو ډلو څخه رامنځته شوی ائتلاف دی، د څو اوونیو په موده کې په څو رقیبو ډلو وویشل شوه. دغې ډلې داسې اوازې خپرې کړې چې امکان لري له داعش سره د یوځای کیدو خبره مطرح شي. د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستاني طالبانو غورځنگ (TTP) وايي چې هغه له داعش څخه پراخ ملاتړ کوي.

دوی همدارنگه ویلي دي چې په دې وروستیو کلونو کې یې ۱۰۰۰ تنه جنگیالي سوریې ته د جهادی مبارزی له پاره استولي او په پام کې لري چې ۷۰۰ تنه نور جنگیالي هم ور واستوي. دا هغه اټکلونه دي چې د پاکستان د حکومتي سرچینو له خوا هم تائید شوي دي.

که چیرې یوه ورځ د داعش جنگیالي افغانستان او پاکستان ته، د خپل نفوذ د پراخیدو په فکر کی شي، نو یا به د هغوی له مخالفت سره مخامخ کیږي او یا به د دواړو هیوادونو د طالبانو په غورځنگونو کې پناه ځای پیدا کوي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اسلامي نړۍ هغه یوازینی هیواد چې اتومي وسلې لري.

په اوس وخت کې هم د «تحریک طالبان پاکستان» او هم د افغانستان طالبان د ملا محمد عمر په مشرۍ یوازې یوه رهبري په رسمیت پيژني. د افغان طالبانو یوه قوماندان د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې «اسلامي دولت ډلې» یا داعش د خلافت په اعلانولو سره تیروتنه وکړه.

دغه قوماندان د «اسلامي دولت» یا داعش د مشر ابوبکر بغدادي په ردولو سره د فرانسي خبري آژانس ته وویل: «طالبان او پلویان یې وايې چې امیرالمومنین لا پخوا ټاکل شوی دی.»

پيسې، پيسې او پيسې

تراوسه پورې طالبانو او په جنوبي آسیا کې د القاعدې شبکې نویو څانگو په ښکاره ډول پر «اسلامي دولت» نومې ډلې له انتقاد کولو ډډه کړې او د دوی په خبره «د لویدیځ د تیري پر ضد» یې خپله گډه جبهه ساتلې ده. امریکایې چارواکي وایې چې دغه ډله هره میاشت په لسگونو میلیونه ډالره په تور بازار کې د نفتو د پلورنې، د جزیې، د زورواکۍ او غصبولو له لارې ترلاسه کوي.

دغو مالي امکاناتو ته په کتو سره کیدای شي د پاکستاني طالبانو د پنځو قومندانانو په شمول له دغې ډلې سره د ملاتړ لمن پراخه شي. یوه لوړ پوړي زور پالونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «انشعابي ډلې له مالي بحران سره مخامخ دي، له همدې امله یې له داعش سره تماس نیولې دی.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغې سیمی ته د خپلې لمن د پراخیدو له پاره داعش باید د سیمې دولتي واکمنۍ سره لاس او پنجه نرمه کړي، خو د سوریې او عراق برخلاف د پاکستان دولتي جوړښتونه مستحکمه ښکاري چې د یو ځواکمن پوځ له خوا یې ملاتړ کیږي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل څیړنیز رپوټ کې لیکلي دي افغانستان چې د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله زیات کمزوری دی، تر ټولو زیاته اندیښنه لري، په خاصه توگه د کونړ او نورستان غرني ولایتونه چې د پاکستان له پولې سره پراته دي. دغه سیمه له پخوا څخه د سخت دریځه جهاد پالو او د القاعدی پټنځای گڼل کیږي.

پاکستانی څیړونکی رانا زیاتوي: «چارواکي له دې ویره لري داسې نه چې د «اسلامي دولت ډله» د پاکستاني طالبانو او نورو افراطي ډلو سره یوځای شي او له هغه ځای د پولې دواړو خواو ته خپل نفوذ وغځوي.»

د فرانس پرس خبری آژانس په خپل تحلیلی رپوټ کې یادونه کوی چې یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په کونړ ولایت کې لږ تر لږه یو داسې مرکز وجود لري چې په سلونو جنگیالي روزي چې له داعش سره خواخوږي لري. د نوموړو کمپونو سر بیره، د دې خطر هم موجود دی چې د «اسلامي دولت ډله» به د فیسبوک او تویتر له لاری په خپلو تبلیغاتو سره ډیر افغان او پاکستاني ځوانان را جلب کړي.