په افغانستان د سړک د غاړې ماینونو اته ملکيان وژلي
۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبهد غزني ولایت ویاند فهیم امیري، ویلي دي چې لومړی چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چی د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین پر یوې ریکشا باندي وچاودید. په دغه ریکشا کې یوه کورنۍ سپره وه چې شپږ کسان يې وژل شوي دي.
امیري ویلي دي: «د وژل شویو کسانو په ډله کې یو نارینه، دوه ماشومان او درې ښځې شاملې دي.»
دغه ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې ده خو افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دغه سیمه د طالبانو له ولکې خلاصه کړي. امیري زیاته کړې ده: «له همدې کبله طالبان د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي. هغوی د امنیتي ځواکونو موټر په نخښه کوي.»
په یوه بله جلا پیښه کې د سړک د غاړې یوه ماین د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یو موټر الوزولی دی. د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي: «په دغه پیښه کې دوه ملکیان وژل شوي او د افغان امنیتي ځواکونو په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي.»
بګرامي ولسوالي د کابل په ختیځه برخه کې پرته ده چې د دغه ولایت یو له ناامنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، پر یاغیانو باندي د سړک د غاړې ماینونو کارولو له کبله نیوکې کوي ځکه دغه ډول بمونه ډیر وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
د ماين پاکۍ بهير