1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي اته تنه د CIA کار کونکي او پنځه تنه کانادايان وژل شول

۱۳۸۸ دی ۱۰, پنجشنبه

رويتر: د افغانستان - پاکستان د ګدي پولی په اوږدو کي د طالبانو او القاعدي د اورپکو پر ضد د جګړي لپاره CIA خپل حضور په افغانستان کي پراخ کړي دی.

https://p.dw.com/p/LHoZ
په افغانستان کی د امریکا متحده ایالاتو يوه پوځي هډه
په افغانستان کی د امریکا متحده ایالاتو يوه پوځي هډهانځور: AP

په افغانستان کي د بريدونو له امله اته تنه امريکايان او پنځه تنه کانادايان ووژل شول. د نړويالو خبري آژاسنونو د رپوټونو له مخي دغه امريکايان د افغانستان په جنوب ختيځ کي په يوي پوځي هډي کي د يو ځانمرکي بريد قربانيان شول. د اسوشيتد پرس خبري آژانس د معلوماتو له مخي، په وژل شو کسانو کي ډيري د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي استخباراتي اداری CIA کار کونکي دي. د دغي حملي مسووليت طالبانو په غاړه اخيستي دي. د رويتر خبري آژانس د طالبانود يو وياند له خولي رپوت ورکړ چي يو افغان منصبدار په خوست کي د Chapman نومي پوځي هډه کي د CIA د کار کونکو په يوه غوڼده کي ځان سره تړي بمب والوزاوه.

په تيرو ورځو کي دا دوهم ځل دي چي د افغانستان د ملي اردو يو غړي په بهرنيو ځواکونو باندي حمله کوي. هغه چارواکی چي د افغانستان ملي پوځ تر څارني لاندي لري، د هغو پلانونو په هکله انديښنه لري چی موخه یی د افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليس پياوړي کول دي ترڅو بهرني ځواکونه وکړاي شي بيرته خپلو وطنو ته ساتنه شي.

امريکايي دفاعي چارواکي هم د دي رپوت پخلي کوي چي وژل شوي امريکايان د CIA کار کونکي ؤ. ځيني نور يی په دغي چادوني کي تپيان شوي دي. خو دغو دفاعي چارواکو وويل چي د متحده ايالاتو د پوځ يا د ناتو سرتيري په دي پيښه کي تاواني شوي نه دي.

د رویتر د خبري اژانس په رپوټ کي يادونه شوي چي د افغانستان - پاکستان د ګدي پولی په اوږدو کي د طالبانو او القاعدي د اورپکو پر ضد د جګړي لپاره CIA خپل حضور افغانستان کي پراخ کړي دی.

له بلي خوا په کندهار هم د يو ځانمرکي بريد له امله پنځه تنه کاناديان ووژل شول. د ناتو د سرچينو د معلوماتو له مخي، په دغو پنځو تنه کي يوه کانادايی خبرياله او څلور کانادايي سرتيري شامل دي. د ناتو د معلوماتو له مخی دغه ۳۴ کاله عمر لرونکيی خبرياله، چي په روغتيايي چارو کي تخصص درلود، د کانادايي سرتيرو له يو ګزمي سره وه چي دغه چادونه وشوه. په کندهار کي د ايتلافي ځواکونو قوماندان، دانيل مانفرد بي بي سي ته وويل:

«سرتيري د يوي محلي په امنيتي ګزمي وتلي ؤ ترڅو د ژوندانه د وضعيت په هکله معلومات راټول کړي او په سيمه کي امنيت خوندي وساتي. دغه خبرياله له هغو سره ملګري شوه، ترڅو په په دي هکله يو رپوت جوړ کړي چي کانادايي سرتيري په افغانستان کي څه کوي.»

د رويتر رپوټ وايي چي دغه ژونالسته له کانادايي سرتيرو سره په زره لرونکي پوځي موټر کي د کندهار د ښار څخه بهر په څلور کيلومتري کي هغه وخت وژل شوه چي په سيمه کی د بيارغاوني له يوي پروژي ليدنه کتنه کوله.

رويتر/ اسوشيتد پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: قاسم نوري