1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي اوس هم د تروريزم تهديد سته

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

ولاديمير پوتين او بارک اوباما يو وار بيا ويلي دي، چي د يوه خپلواک او باثباته افغانستان د جوړولو له پاره بايد له دغه هيواد سره نوري مرستي هم وسي.

https://p.dw.com/p/15HWN
انځور: Reuters

د مکسيکو په لوس- کابوس کي د امريکا د متحده ايالاتو او روسيې د مشرانو په ليدنه کتنه کښي په افغانستان کي د ترويزم او مخدره موادو پرضد مبازه باندي ټينگارسوی دئ.

دواړو مشرانو له غونډي وروسته په يوه گډه بيانيه کښي ويلي دي، چي اوس هم په افغانستان کي د تروريزم خطر موجود دئ:

«روسيه او د امريکا متحده ايالات اوس هم په افغانستان کي د القاعده شبکې او نورو تروريستي ډلو چي په دغه هيواد او د هغه په شاوخواکي فعاليت لري له يوه گډ تهديد سره مخامخ دي.»

د روسيې او امريکا مشران وايي، چي اوس په افغانستان کښي هغه وخت دئ، چي نړیوال ځواکونه بايد په دغه هيواد کښي امنيت ټينگ کړي، اقتصاد ته پراختیا ورکړي او د مخدره موادو د کښت مخنیوی وکړي.

په سند کښي دغه راز راغلي دي:«موږ پردې باندي ټينگار کوو، چي په افغانستان کي د ملي پخلايني پروسه باید د افغانانو له خوا پرمخ ولاړه سي.»

«د ملي پخلايني په پروسه کښي بايد د افغانستان اساسي قانون ومنل سي، له القاعدې سره اړيکي پرې سي او ټول بشري حقونه په ځانگړې توگه د ښځو حقوق په پام کي ونيول سي.»

د امریکا متحده ايالات او روسيه دغه راز په پام کي لري، چي په افغانستان کي د ميشتو بهرنيو ځواکونو له پاره د شمال ترانزيتي لاره نوره هم تقويه کړي.

په لوس- کابوس کښي د روسيې او امريکا د متحده ايالاتو د مشرانو په کتنه کښي په سيمه کښي د مخدره موادو پر ضد گډي مبارزې باندي ټينگار سوی دئ.

له مخدره موادو سره د مبارزې روسۍ اداره وايي، چي له افغانستانه د ور قاچاقېدونکو نشه يي موادو څخه په ميليونونو روسان کړيږي.

ددغي ادارې په يوه وروستي رپوټ کي راغلي ول، چي له افغانستان څخه په غير قانوني توگه ور قاچاقېدونکو نشه يي موادو څخه د کاله شاوخوا سل زره انسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض