1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بايد د بيارغوني کارونو ته لومړيتوب ورکړل سي

۱۳۸۷ دی ۸, یکشنبه

د شتلرناو نومي مرستندوی سازمان مشر، Odo Stollte د آلمان خبري آژانس ته په يوه مرکه کي خبرداری ورکړ، دا به غوره نه وي چي مرستندوي سازمانونه له افغانستان څخه د زورزياتيو له امله ووزي

https://p.dw.com/p/GOA6
په هرات کي د يوه وړکتون لپاره جوړه سوې نوې ودانۍ
په هرات کي د يوه وړکتون لپاره جوړه سوې نوې ودانۍانځور: DW

هغه وويل: موږ بله چاره نه لرو، موږ بايد هلته د بيا رغاوني په کارونو کي زياته پانګه واچوو. دغه سازمان چي اوس د خپل تأسيس 25 مه کاليزه لمانځي په افغانستان کي ډيری مرستندوی پروژې په لاره اچولي دي او هلته يي په دې لاره کي ډيري ناخوالي اوسختي ورځي هم ليدلي.

Stollte يادونه وکړه، ډير کډوال له پاکستان او ايران څخه خپل هيواد ته ستانه شوي او د ځمکو څخه د حاصلاتو د خرابوالي له امله، سږني ژمي کي خلک له يو سخت ناورين سره مخامخ دي. هغه وويل دا خطر شته دي چي خلک د لوږي او قحطي له مصيبت سره مخامخ شي.

هغه وویل چي اسلامي ردیکال طالبان ډیری وخت د کډوالو د بیرته میشته کیدو مخه نیسي. هغه زیاته کړه.« ځیني لمسونکي شته دي چي غواړي بیرته ستانه شوي کډوال وهڅوي ترڅو خاشخاش وکري.

د شلتر ناو د مؤسسې مشر د آلمان له خبري آژانس DPA سره په یو ځانګړې مرکه کي وویل .« کله چي خلک په خپلو کلیو او بانډوکي میشته شي،طالبان ورځي او له هغوی څخه د خاشخاشو د کرلو ترڅنګ غواړي چي د تروریستي فعالیتونو لپاره هره کورنۍ یو نارینه طالبانو ته ورکړي. ډیری خلک له دې څخه ډه ډه کوي او مجبوره کیږي چي د یوې ورځي په موده کي خپل کلی او کور خوشي کړي. دغه خلک بیا کابل ته ځي، چي هلته نه کار ورته پیدا کیږي او نه هم سر پناه. Stollte یادونه وکړه: موږ غواړو د دغو خلکو له ډیرو سره د ژمي په موده کي مرسته وکړو. زرګونو کورنیو ته خوراکي مواد او شړۍ او بړستني په پام کي نیول شوي دي.

هغه وویل: د دې لپاره چي افغانستان بیرته پر پښو ودریږي، لویدیځو پوځي او پولیسي مرستو ته اړتیا ده. د شلتر ناو مؤسسه په افغانستان کي ډيره اوږده سابقه لري، حتی په هغو وختو کي چي لویدیځ ځواکونه هم هلته نه ول، مرستندویه پروژې يې په لاره اچولي وې.

د شلتر نو آمر، Stollte څرګنده کړه: «خلک موږ پیژني، له هغه وخت څخه چي د هغوی ډیری په پاکستان کي مهاجر ول، موږ د هغوی سره د مهاجرو په کمپونو کي مرسته کوله. د دغو مهاجرو ځیني په اوسني حکومت کي پر غټو چوکيو ناست دي او شتلر ناو، ته يې بلنه ورکړې چي د هغوی کلیو او بانډو ته لاړ شي او هلته له خلکو سره مرسته وکړي. هغه وویل: موږ د خلکو په کلتور او ژبه بلد یو، موږ حتی په لیري پرتو سیمو، په غرو او رغو او درو کي شته والی لرو، هلته چي بهرني عسکر تلای نه سي او یا حضور نه لري. په دغو ځایونو کي ډیری وخت د بیارغاوني کارونه په ښه وجه پر مخ ځي.

Stollte وویل، د تیر کال په ژمي کي شلتر ناو، د مرستو موادو له استولو سره 17 زرو خلکو سره مرسته وکړه او د هغوی ژونديې وژغوره. دغه مؤسسه بزګرانو سره د کوچنیو پورونو د ورکولو مرسته کوي تر څو په دغو پیسو ځان ته څاروی راونیسي او له دې لاري خپل ژوند خپله تأمین کړي.

سر بیره پردې د دغي موسسې په مرسته د افغانستان په لویدیځ کي د خاشخاشو د کرلو یو بدیل کښت مروج شوی دی، بزګران هلته د خاشخاشو پر ځای د میوو وني ږدي او یا زعفران کري. شلتر نو، یوه مسیحي مرستندویه موسسه ده چی له 1988 کال څخه را په دې خوا په افغانستان کي فعالیت لري، اوس هغه هلته 40 کارکونکي په کار ګمارلي دي. په2001 کال کي دغه مؤسسه د خبري رسنیو هغه وخت یوه غټه موضوع وګرځیده چي د هغې 8 تنه کارکونکي د طالبانو له خوا ونیول سول او بیا وروسته آزاد شول.