1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بايد د پوځي او مدني فعاليتونو لمن پراخه سي

۱۳۸۷ بهمن ۳, پنجشنبه

د امريکا نوی حکومت غواړي چي د امکان په صورت کي ډير ژر له عراق څخه خپل ځواکونه و باسي او په افغانستان کي د پوځي فعاليتونو لمن پراخه کړه. له خوا ناټو هم غواړي د افغانستان شمال ته نور عسکر وليږي

https://p.dw.com/p/GeIZ
په کندهار کي بهرني عسکر د ګزمې پر مهال
په کندهار کي بهرني عسکر د ګزمې پر مهالانځور: AP

دناټو دنورو غړو هیوادونو ترڅنګ ، آلمان هم غواړي چي دناټو په چوکاټ کي د افغانستان په شمالي ولایاتو کي، چي همدا اوس 3500 آلماني عسکر ځاي پر ځای دي، نور عسکر هم واستوي او لکه څنګه چي ويل کیږي د افغانستان په شمال کي هم زیاتو عسکرو ته اړ تيا ليدله کیږي.

د دويچي ويلي آلمان ږغ راډيو مبصر دانيل شش کوويچ، دافغانستان د روانو حالاتو په اړوند ليکي چي: ډير شمېر نامتو پوځي او سياسي کارپوهان چي افغانستان ته په دې ورستيو وختونوکي تللي وايي، چي په دغه هيواد کي حالات ډير ويجاړ دي. طالبان دپخواپه پرتله ډير پیاوړي سوي او دوی په روان وخت کي نه یوازي د افغانستان په سويلي او ختيځو سیموکي خپل دځانمرګي اونورو عملیاتو ته دوام وورکوي، بلکي دوي اوس دا توان مندي لري چي ددغه هیواد په ختيځ او لويدیځو سيمو کي هم لږ تر لږه ځانمرګي عملیات سرته ورسوي.

په دې توګه اوس په شمال کي آلماني عسکر هم دپخوا په پرتله زيات ددغه راز ګوزارونو له خطر سره مخامخ دي. له بله پلوه کوم کسان چي په دغه هیواد کي د پرمختیايي مرستو په چاروکي په کار بوخت ول او دي، د هغوی شمېر هم ورځ په ورځ مخ پر کمېدو دی، ځکه دوی خپل ژوند په خطر کي ويني. دولس مشر حامد کرزي په مشرۍ دکابل مرکزي حکومت تش په نامه مرکزي حکومت بلل کیږي خو رښتيا خبره به داوي چي دغه حکومت تر اوسه په دې ندی بریالی سوی چي په ټول افغانستان کي اجرايوي چاري لکه څنګه چي ښايي هغسي تر خپلي واکدارۍ او ادارې لاندی راولي.

اوباما په بګرام کي د امريکايي عسکر سره د ليدني پر مهال
اوباما په بګرام کي د امريکايي عسکر سره د ليدني پر مهالانځور: AP

د امریکا دمتحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما، دخپل کار په لومړۍ ورځ په واشنګټن کي ددغه هيواد دپوځي سترو مشرانو سره کتلي او هغوی ته يې داخبره په ډاګه کړې چي د ټولو مسوليتونو دپه نظر نيولو سره له عراقه څخه دامریکايي عسکرو د وتلو له پاره لاره هواره کړي او هسي چي د اوباما، ویاند Robert Gibbs ویلي دي ، ښايي تر راتلونکي 16 مياشتوپوري له عراق څخه د امریکايي عسکرو دوتلو پلان بشپړ سي.

او باما وايي: ما دهيواد دپوځي مشرانو څخه غوښتنه کړې چي له عراقه څخه دهیواد د وسله والو ځواکونو د يوه بامسولیته وتلو له پاره يوه طرحه وړاندي کړي. په روان وخت کي په عراق کي 146000 امريکايي عسکر ځای پر ځای دي او دجورج ډبلیو بوش د واکمنۍ په وخت کي د عراق له حکومت سره داسي يو هوکړه ليک لاسليک سوی و چي د 2011 ميلادي کال تر پایه پوري به امریکايي عسکر په عراق کي پاته وي. د فرانس پريس آژانس له بروکسله څخه نن خبرورکړی دی، چي امکان لري سږ کال آلمان هم تر 600 پوري نور عسکر هم د افغانستان شمالي ولاياتو ته واستوي.