1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي بايد مرستندويان وساتل سي»

نجيب الله زيارمل/ dpa۱۳۹۲ بهمن ۱۱, جمعه

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير ګيرد مولر، ويلي دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، په دغه هيواد کي د آلماني مرستندويه ټولنو امنيت ټينګولو ته د آلمان د دفاع وزارت اړتيا ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/1AzuM
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۳۰) د دغه هيواد له «dpa» خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي په افغانستان کي د نزدې ۲۰۰۰ تنو هغو مرستندويانو امنيت بايد وساتل سي، چي آلمان استخدام کړي دي.

ګيرد مولر وويل: «د دغو مرستندويانو ساتنه فيلاً د افغان امنيتي ځواک تر واک وتلې ده.»

د آلمان د دفاع وزارت غواړي چي د روان کال تر پايه پوري خپل ځواکونه له افغانستان څخه را وباسي. اوس نزدې ۳۰۰۰ تنه آلماني عسکر په افغانستان کي په پوځي ماموريت بوخت دي. په پلان کي ده چي په ۲۰۱۵ مېلادي کال کي يوازي ۸۰۰ آلماني عسکر په افغانستان کي د يوه روزنيز ماموريت په چوکاټ کي پاته سي.

د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند (CSU) دغه سياستوال ټينګار وکړ چي له افغانستان څخه د بهرنيو پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له دغه هيواد سره پرمختيايي مرستي ادامه ولري:

«زموږ ملکي وګړي افغانستان ته د ځواکونو تر ورتګ دمخه هلته فعاليت کاوه، هغوی به دغه راز د ځواکونو تر وتلو وروسته هم په دغه هيواد کي پاته سي.»

هغه زياته کړه: «موږ په يوه پوځي اتحاد پوري بوکسيل نه يو، زموږ ماموريت خپلواک دی.»

هغه څه ته چي اړتيا ده، هغه د «امنيتي جال چوکاټ» دی. دغه چوکاټ ته بايد د افغانستان په نوي ماموريت کي هم ځای ورکړل سي. مولر خبرداری ورکړ چي مرستندويان نه بايد د ځواکونو تر وتلو وروسته له خطر سره مخامخ سي: «موږ بايد مرستندويانو ته د روغتيايي مراقبت او امنيت ډاډ ورکړو. که دغه کار افغاني چارواکي کولای نه سي، نو دا به زموږ د ملکي کارپوهانو له پاره ډېره ستونزمنه وي.»

په ۲۰۰۱ مېلادي کال کي د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته آلمان له افغانستان سره په ملکي برخه کي د نزدې دوو ميلياردو ډالرو مرستي ژمنه کړې ده. په دې سره نو آلمان له افغانستان سره د مرستو په برخه کي تر امريکا متحده ايالاتو او جاپان وروسته دريم هيواد دی چي تر نورو يې زياتي مرستي کړي دي.

په روان وخت کي د آلمان له خوا استخدام سوي نزدې ۳۰۰ تنه د پرمختيايي چارو کارپوهان افغانستان ته لېږل سوي دي او دغه راز نزدې ۲۰۰۰ تنه ملکي مرستندويان کارکوي.