1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په افغانستان کي تدریجي مرگ، لوږه او یخني

۱۳۹۵ دی ۳, جمعه

نړۍ يوازي هغو افغانانو ته پام کړی، چي ځانونه یې تر اروپا پوري رارسولي دي، خو دوی په خپل هیواد کي له نظره لویدلي دي. تر ټولو دمخه کوچنیان. خیریه سازمانونه اوس په افغانستان کي د یوه غیرمنتظره انساني بحران سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2UltN
Afghanistan Flüchtlingslager bei Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د ضیأ کوچنیان له دباندي څخه کور ته راغلي دي او ټوله کوښښ کوي د گازي منقل څنگ ته پرمځکه باندي د ناستي یو ځای پیدا کړي. هغوی لوړ د گاز شنې لمبې ته لاسونه نیولي دي،چي گرم سي. ځیني یې لوڅي پښې دي او دیخ د لاسه یې پښې چاودلي دي. گازي منقل یوازنی د تودیدو وسيله ده چي دوی یې لري.

درې میاشتي دمخه ۳۲ کلن ضیأ، ښځه او ۸ کوچنیان یې د کندوز د جنگونو څخه کابل ته تښتیدلي. دغه کورنئ یوه له سونو زرو هغو کورنیو له جملې څخه ده، چي د هیواد په دننه کي بې ځایه سوې او سرگردانه دي.

ضیأ په کندوز کي بزگر وو. ضیأ په کښته اواز سره وايي، چي عمه، د اکا لوڼي او د گاونډيانو څو کوچنیان یې د جنگو په جریان کي وژل سوي دي. دی وايي، په کابل کی امنیت سته، خو داچي کورنۍ به یې په کابل کي ژوندۍ پاته سي او که نه، ډاډه نه دی.

Afghanistan Flüchtlingslager bei Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

ضیأ وايي، چي په افغانستان کي غلي قاتلان سته. او په دې هيواد کي یوازي قاتلانو ته توجه اړول سوې ده: طالبان چي د څلورو ولایتو مرکزونه یې محاصره کړي دي، داعش چي د مظاهرو په منځ کي ځانمرگي بریدونه کوي او امریکايي جیټ الوتکي چي طالبان او ملکي خلگ ولي. دا يوازي ځیني تازه خبرونه دي.

یخ، لوږه او بې ځایه کیدل بیا ارام او تدریجي مرگ دی. ضیأ وايي چي «ډیرو لیري پرتو ځایونو ته خیریه سازمانونه هم ځانونه نه سي رسولای، ځکه نو د هغو ډیر معلومات نه لري.» اوس په افغانستان کي فعال خیریه سازمانونه د یوې انساني فاجعې څخه خبردارئ ورکوي.

د ناروې د مهاجرينو د شورأ د تر ټولو لوی خیریه سازمان غړي ویلي کارتر وايي: «موږ سږکال ددغه بې رحمانه بحران له مختلفو عواملو سره لاس او گریوان یو.» هغه ليست چي کارتر په اختیار کي لري، بیانوي چي تر انتظار ډیر، یعني ۵۸۰۰۰۰ انسانان د جنگونو له کبله له خپلو کلو او ټاټوبو څخه تښتیدلي او په خپل وطن کي آواره او سرگردانه دي. هغه زياته کړې چي د هغوی اکثریت یې سرپناه نه لري، لږ ډوډۍ ورسیږي، صحي خدمات یې کم او کوچنیان یې مکتبو ته نه سي تلای.

د کال په سر کي لا ملگرو ملتو د ۲۵۰۰۰۰ افغانانو د بې ځایه کیدو اټکل کړی وو. په داخل کي د بېځایه کیدو تر څنگ په غیرمنتظره ډول له پاکستان څخه ۶۷۰۰۰۰ نور افغانان هم راغلل. د پاکستان او افغانستان تر منځ خړپړ حالت اوج ته رسېدلی، او هغه افغانانو چي تر۱۹۸۰م کال وروسته پاکستان ته پناه وړې وه، اکثریت یې بیرته افغانستان ته راغلل او ناببره په افغانستان کي د جنگ او یخنيو سره مخامخ سول.

Afghanistan Flüchtlingslager bei Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د دغو کسانو اکثریت نه کور، نه د تودیدیدو وسایل او نه هم کوم عاید لري. ایران هم د افغانانو په ایستلو شروع کړې ده او تر اوسه پوري ۴۱۰۰۰۰ افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي. په دې ډول نو ناببره تر یوه ميلیونه زيات انسانان د خیریه سازمانو مرستو ته محتاج سول. که څه هم ملگرو ملتو په جنوري میاشت کي ۱،۸ ميلیونه انسانان د محتاجو کسانو په توگه طبقه بندي کړي وه، خو بیا هم داخلي بېځایه سوي کسان تر ټولو ډیر محتاج دي.

د ملگرو ملتو د بېړنيو مرستو تنظیمونکي ادارې استازی دانیل مویلان، وايي چي تر ټولو دمخه بيا کوچنیان دغه حالت ډیر اغېزمن کړي دي. سږ عیسوي کال په جنگونو کي د نورو کلونو په نسبت ۱۵سلنه اضافه کوچنیان وژل سوي او یا ټپیان سوي دي. یو ميلیون کوچنیان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي او په همدې دلیل سږکال ۱۲۵۰۰۰ ماشومان مړه سوي دي.

نور مطالب: