1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بېکارۍ انديښنې

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه

د کارگرانو ملي ټولنه وايي چې په هېواد کې د بېکارۍ کچه ورځ په ورځ لوړیږي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به دا کچه نوره هم لوړه شي.

https://p.dw.com/p/16QFm
انځور: DW/H.Sirat

د دې ټولني مشر ډاکټرمعروف قادري نن دوشنبې (د ۲۰۱۲کال د اکتوبر۱۵) په کابل کې یوې خبري غونډي ته د وینا پر مهال اندېښنه وښوده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به ډیری هغه افغانان چې له نړېوالو ځواکونو سره په کار بوخت دي، خپل کارونه له لاسه ورکړي.

ښاغلی قادري زیاتوي، چې په هېواد کې د ځوانانو د بېکارۍ ستونزي د هوارولو له پاره سکتوري وزارتونو، دولتي چارواکو او د کار او ټولینزو چارو وزارت ته ځانگړي طرح وړاندي کړې ده:

«موږ جمهوري ریاست او سکتوري وزارتونو ته د کاري زمینې برابرولو او غوره حکومتوالی په موخه ځانگړي وړاندیزونه او طرحې وړاندي کړې، خو تراوسه مو په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دئ ترلاسه کړی.»

دی زیاتوي د کار په اړه د ژینو۱۴۴نمبر کنوانسیون له مخي، د کارگرانو ملي ټولنه د ټولنیزو شریکانو په کتار کې راځي خو افغان دولت تراوسه دا ټولنه د کاري زمېنو په برخه کې د یوه ټولنیز شریک په توگه نه ده منلې.

قادري وايي سره له دې چې په هېواد کې د بې روزگارو او په کار اخته کسانو کره شمېرې تراوسه نه دي ثبت شوي، خو هغه شمېرې چې ځېنو سرچینو خپرې کړي دي، ښيي چې دمگړی په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر۱۶میلیونه کسانو څخه یوازي ۳ میلیونه په کارونو بوخت دي او ۱۳ میلیونه نور ئې بیا  نا منظم او نیمگړي کارونه لري.

هاخوا یو شمېر بې روزگاره ځوانان هم په هېواد کې د بېکارۍ له ستونزو څخه کړیږي او نېوکه کوي چې په زیاتره شرکتونو کې د کورنیو کارگرانو پر ځای بهرني کارگران گومارل شوي دي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي، که چیرې په افغانستان کې کرهڼه او مالداري وده وکړي، په هېواد کې به د بې کارۍ ستونزه۵۰ سلنه اواره شي. افتخاري هم ومنله چې هېواد ته د ناقانونه کارگرو راتگ په افغانستان کې د کاري زمېنو پر وړاندي ترټولو ستر چيلينج دئ:

«افغانستان ته د کار په موخه د بهرنیانو راتگ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر ټولو ستره اندېښنه ده چې له همدې امله ئې د څارني یوه گرځنده ډله جوړه کړې ده چې تراوسه ئې۱۳۰تنه ناقانونه بهرني کارگر امنیتي ارگانونه ته معرفي کړي دي.»

ویل کیږي چې اوسمهال زیاتره کارگران له گاونډي پاکستان څخه د کار په موخه افغانستان ته راځي او دلته په ډیر کمه تنخواه کار کوي. د ځینو ودانیزو شرکتونو خاوندان د بهرنیو او په ځانگړې توگه د پاکستاني  کارگرانو د استخدام یو دلیل په کمه تنخواه د معیاري کار ترسره کول بولي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل