1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر یوه ټولنه باندي دروغتيا او سالم صحت اغيزه اودمشخصو ګامونو اخيستل

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

دلته به پر ډیرو مهموورځنیوصحي مسایلو باندی اساسی بحثونه تر سره او د روغتیا په باب به اوريدونکو ته علمي معلومات اومشورې ورکړ سی ، چی څنګه خلک په ورځنی ژوند کی د هغوی څخه ګټه واخلی.

https://p.dw.com/p/KoCQ
انځور: DW / Wahidy

د افغانستان د اوسنيو حالاتو په نظر کي نيولو سره د سالم صحت او د ناجوړيو څخه د ساتني په باب معلومات ډير مُهم دي . د روغتيا پروګرام د صحت پر ممکنه خطراتو باندي بحث کوي، او پردې سربيره د اوريدونکو دعلمي معلوماتودپاره پر مختلفو موضوعګانو، لکه د طبيعي منابع د ساتلو ، د محيط او پاکۍ تر منځ رابطه ، د اقليم د تغيیراو نورو باندي خبري کوي . موږ به په خپل اوسني پروګرام چه «وا وره او زده کړه » نومیږي ، تاسی ته په اساسی ډول د یوې کورنی کیسه درواورو، چه په څه ډول روغتيایی مسایلو ته ارزښت ورکوي ، او هم په عین حال کښي د خپلو کلیوالو سره د روغتیايی لمړنيو تدابیرو په لار کښي ډیر کومکونه کوي . دغه کورنی چه په یوه کلي کښي اوسیږي ، ډیره فعاله او موضوع هم هلته بيانيږي .