1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي دملګرو ملتو نوی خاص استازی ټاکل سوی دی

۱۳۸۶ دی ۲۶, چهارشنبه

په افغانستان کي دملګرو ملتو نوی استازی به برتانوی پيډي ايشډون Paddy Ashdown سي ...

https://p.dw.com/p/DK7M
په نيويارک کي دملګروملتو ودانۍ
په نيويارک کي دملګروملتو ودانۍانځور: AP

د رويتر د آژانس د معلوماتو په حواله چي نن چارشنبه يې تر لاسه کړي دي ، دغه 66 کلن ليبرال سياست مدار د ملګرو ملتو د عمومي منشي، بان کي مون سره پر دغي خبري باندي موافقه کړې ده .

ايشډون چي پخوا په بوسنيه کي هم دملګرو ملتو خاص استازی ؤ، د آلماني توم کیونيګ Tom koenigځای به ونيسي . د افغانستان دپاره د استازی د ټاکلو پر سر تر آخره پوري جنجال ؤ.

ايشډون ددغه نوي مقام دپاره د ډير صلاحيت او واک غوښتونکی دی . خاص استازی وظيفه لري چي د ملګرو ملتو ، ناټو او اروپايي ټولني کوښښونه او هلي ځلي سره يو کي ، تر څو په افغانستان کي سوله راولي ،او د بيا جوړولو کارونه پر مخ ولاړ سي .