1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلماني عسکرود خدمت په اړه د نظرونو توپيرسته

۱۳۸۶ شهریور ۵, دوشنبه

د آلمان د سوسيال د يموکرات گوند لارښوونکي مشران په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتي ځواکونو د شمېرد ډ يرولو مسلې ته د شک او ترد يد په سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/DK8k
د سوسيال د يموکرات گوند وياند Hubertus Heil
د سوسيال د يموکرات گوند وياند Hubertus Heilانځور: AP
د سوسيال د يموکرات گوند لوی منشي نن په برلين کي د خپل گوند د مشر تابه په يوه ناسته کي ويلي ، چي د افغاني عسکرو د روزني لپاره به ارومرو دې ته اړتيانه وي ، چي په د غه هيواد کي د نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونو په شمېر کي زياتوالی راسي. البته دا خبره به په دې مانا نه وي، چي په افغانستان کي نړيوالو سوله ساتو ځواکونو ته اړتيا نسته، سوسيال د يموکراتان هم له دې څخه پلوي کوي، چي ISAF په افغانستان کي خپلو فعاليتونو او عملياتو ته د وام ورکړي.
د آلمان ددفا وزير فرانس ژوزف يونگ چي د جرمني په ائتلافي حکومت کي د مسيحي د يموکرات گوند غړی هم د ی د تيري اونۍ په وروستيو کي ويلي وه ، چي کچيري آلماني عسکر په افغانستان کي ددغه هيواد د پوځي ځواکونو روزنه هم په غاړه واخلي نو دابه يوه نوې د نده وي او ددې موخي لپاره بايد په افغانستان کي د آلماني عسکرو په شمېر کي هم ډ يروالی راسي.
د آلمان د سوسيال د يموکرات گوند غواړي چي په راتلونکې اونۍ کي د گوند د مشرانو په ناسته کي په دې اړه خبري وکړي چي په افغانستان کي دي د آلماني عسکرو د خدمت موده اوږده سي.