1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلماني عسکرو لګښت 2,6 ملياردو يورو ته رسيدلی دی

۱۳۸۷ مرداد ۸, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي دافغانستان دملکي پروژو دپاره دجرمني مالي مرستي 120 ملیونو یوروته رسیږي او دپاريس دغونډي څخه وروسته آلمانانو ددې ژمنه کړې چي دوی به دغه مرستې 140 مليونو يورو ته ورسوي

https://p.dw.com/p/Em3I
په کابل کي د دارلامان د قصر مخ ته آلماني عسکر د تمرين پر مهال
په کابل کي د دارلامان د قصر مخ ته آلماني عسکر د تمرين پر مهالانځور: AP

سره له دې چي د آلمان حکومت تراوسه پوري د افغانستان د بيا رغوني په برخه کي او هم په پوځي چارو کي ډيري مرستي کړي اوکوي يې، ولي بياهم په دې هيواد کي تر اوسه پوري سوله اوثبات ندي ټنګ سوي. څو مياشتي مخکي تر دې چي احتمالا آلمان به افغانستان ته 1000 تنه نورعسکر هم واستوي،د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والترشټاين ماير په افغانستان کي امنیتي وضع ډيره داندیښنې وړ ګني.

شټاين ماير چي تازه د افغانستان د سفر څخه را ګرځېدلی وايي:« دابه زموږ دټولوګډه دنده وي چي نړيواله ټولنه پاکستان دې ته راوهڅوي چي دتندلارو اسلامي ډلو سره په مبارزه کي خپله دنده تر سره کړي.»

دشټاین ماير ددې خبري هدف به داوي چي په روان وخت کي په افغانستان کي امن نسته چي يوعلت يې د تروريزم او اسلامي تندلارو ډلو په مقابل کي دپاکستان مذب ذب دريځ دی.

په کندز کي د جرمني پوځونو زغروال موټر د ګزمې پر مهال
په کندز کي د جرمني پوځونو زغروال موټر د ګزمې پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

آلمان همدااوس دافغانستان په شمال کي 3500 عسکر لري او په راتلونکي مني کي به 1000 تنه نور آلماني عسکرهم غه هيواد ته واستول سي د امریکا دمتحده ايالاتو او لويي بريتانيې وروسته جرمني دريم هيواد بلل کيږي چي ډيرعسکر يې افغانستان ته استولي دي.

د آلمان د Thüringer Allgemeinen په نامه ورځپاڼه پخپله ننۍ ګڼه کي د سوسيال د ډيموکراټ ګوند ددفاعي چارو دکار پوهي له خولې ليکي چي، په افغانستان کي د جرمني عسکرو لګښت تراوسه 2.6 ملیاردو يوروته رسيږي.Ulrike Merten د آلمان داتحاديي پارلمان ددفاعي جرګه ګۍ مشره ده.

مېرمن مرتن وايي:«دغه پوځي لګښت په افغانستان کي دڅو پرله پسې کلونو مجموعي مصرف بلل کيږي او په روان کال کي په افغانستان کي د آلماني عسکرو لګښت 485 ملیونو يورو ته رسیږي.»

په داسي حال کي چي دافغانستان دملکي پروژو دپاره دجرمني مالي مرستي 120 ملیونو یوروته رسیږي او دپاريس دغونډي څخه وروسته آلمانانو ددې ژمنه کړې چي دوی به دغه مرستې 140 مليونو يورو ته ورسوي.

د آلمان په اتحاديي پارلمان کي دپوځي جرګه ګۍ مشره وايي:« دا چي په افغانستان کي دجرمني عسکرو په شمير کي نورهم زیاتوالی راځي د آلمانانو په پوځي لګښت کي به څومره نور زياتوالی راسي، تر اوسه سړی څه نسي ويلای.ځکه دوی لا تر اوسه په اصطلا احتيا طي عسکر بلل کيږي او دا لا هم تراوسه څرګنده نه ده چي دوی به په کومو سلاوسره سمباليږي.»

د آلمان په پارلمان کي ددفاعي چارو دجرګه ګۍ مشره ددې پوښتني په جواب کي چي آيا د امریکادمتحده ايالتونوراتلونکی احتمالي جمهور رييس بارک اوباما، به پر آلمان باندي فشار راولي چي په افغانستان کي خپل پوځي فعاليتونه ډيرکړي، په جواب کي وايي چي نه. د امریکاراتلونکی احتمالي جمهور رييس هم باید په دې پوه وي چي په يوه ملګري هيواد کي سياسي اکثریت له خطر سره مخامخ نسي. او هره غوښتنه يوحد لري.