1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د احتجاجونو لړۍ دوام لري

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/149yl

په افغانستان کي د امريکايي پوځي اډې دننه د قرآن شریف د سوځولو پر ضد په پنځمه ورځ هم په دغه هيواد کي احتجاجونه دوام لري. د لوگر په ولايت کي د تازه احتجاج په ترڅ کي د يوه کس د وژل کېدو خبر ورکول سوی دئ. ويل سوي چي دغه کس د امنيتي چارواکو په ډزو کي وژل سوی دئ. د افغانستان په ختيځ ولايت لغمان کي بيا احتجاج کوونکو هڅه کړې ده چي پر ولايتي دفتر ورننوځي. د ځايي پوليسو مشر ويلي دي چي په لومړي سر کي د لغمان احتجاج سوله یيز وو خو وروسته لاریون کوونکو چي شمېر ئې تر دوو زرو څخه زيات وو پوليس پر ډبرو ویشتلي دي او ولايتي ودانۍ ته ئې د ورننوتلو هڅه وکړه.

د افغانستان په نورو ولايتونو کي هم د لاریونونو راپورونه ورکړل سوي دي چي پکښي په زرونو انسانانو گډون کړی دئ. د احتجاجونو د پېل راهيسي تر اوسه تر ۲۵ څخه زيات انسانان وژل سوي او په لسگونو نور ژوبل سوي دي. په بگرام کي د بهرنيو ځواکونو له لوري د قرآن شریف د سوځولو پر موضوع د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي څخه بخښنه غوښتې وه او په جدي توگه ئې د معاملې د څېړلو ژمنه کړې وه.