1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د اعدام سزا

۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه

افغان چارواکي وايي، یو شمیر جرم لرونکي چي د محکمو له خوا په اعدام محکوم شوي دي د ولسمشر د وروستۍ پریکړي په تمه دي.

https://p.dw.com/p/16N8Y
انځور: IRNA

اوس مهال په افغانستان کي نزدې سل تنه د محکمو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي دي، خو په تیرو لسو کلونو کي ډير لږ کسان پانسۍ شوي دي.

دغه ټکی د افغانستان د محبسونو رئیس امیر محمد جمشید د سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۹) په کابل کي له دویچه ویله سره په خبرو کي څرګند کړ.

د اعدام وروستۍ پیښه څو میاشتي دمخه د کابل د څرخي پله په زندان کي رامنځته شوه.

د بخښني نړيوال سازمان، د اعدام سزا ظالمانه عمل بولي او څه موده مخکي ئې له جمهور رئیس کرزي څخه غوښتي ول چي حتی د متکرر مجرم د اعدام سزا هم ليري کړي.

دغه سازمان پخپله وروستۍ غوښتنه کي د څلورو فرانسوي سرتیرو له افغان قاتل څخه هم د اعدام سزا د ليري کولو غوښتنه کړې وه.

عبدالصبور د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ میاشت کي څلور فرانسوي عسکر ووژل او د افغانستان دفاع وزارت د جولای د مياشتي پر۱۷ اعلان وکړ، چي نوموړی د يوې پوځي محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی دئ.

د افغانستان د محبسونو عمومي رئیس امیر محمد جمشید وايي، په زندانونو کي يو شمېر داسي کسان پراته دي چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي، خو دا چي ولسمشر دغه سزا نه ده توشیح کړې اعدامیان برخلیک نه دئ معلوم:

«یو شمیر کسان په اعدام محکوم دي، تر هغه وخته چي د اعدام سزا د ولسمشر له خوا نه وي توشیح شوې پلي کيدای نه شي. داسي کوم مورد په دې ورستیو کې نه لرو چې ولسمشر دي توشیح کړی وي.»

د افغانستان په قوانینو کي د اعدام سزا شته خو له۲۰۰۱ کال راهیسي په دې هېواد کي اعدامونه کم شوي دي.

افغان دولت په ۲۰۰۴ کال کي یو کس اعدام کړ، خو تر درې کاله قانونې مهلت وروسته ئې بیا په ۲۰۰۷ کال کي په پلچرخي کي ۱۵ کسان اعدام کړل.

افغان حکومت هغه مهال اعلان کړی وو، چي د جرم لرونکو اعدام ته به دوام ورکړي او په ۲۰۰۸ کال کي ئې نور کسان هم اعدام کړل. اروپایي اتحادیي او ملګرو ملتونو په افغانستان کې دا ډول اعدامول غندلي دي.

افغان دولت تر۲۰۰۸ کال وروسته په اعدامونو کي وقفه راوسته، خو هغه دوه تنه حمله کوونکي چي د ۲۰۱۱ کال په فيبرورۍ میاشت کې ئې په جلال اباد ښار کې د کابل بانک په يوه څانګه کی ۳۸ کسان ووژل، د ۲۰۱۱ کال د جون په میاشت کي اعدام کړل.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل