1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د القاعدې لوی قوماندان وژل سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۲, جمعه

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چي د دغه هيواد د هوايي ځواک په يوه يرغل کي په افغانستان کي د القاعدې د تروريستي شبکې يو لوی قوماندان وژل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1G47d
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Wigglesworth

دغه يرغل چي د جولا مياشتي پر ۱۱ نېټه په پکتيکا ولايت کي سوی دئ، پکښي د القاعدې د ځانمرگي بريدکوونکي پر روزونکي خليل السوډاني سربيره دوه نور جنگيالي هم وژل سوي دي.

په هغه وينا پاڼه کي چي د امريکا د دفاع وزارت له خوا خپره سوې ده، راغلي دي: «د السوډاني مرگ به په ټوله نړۍ کي د القاعدې پر عملياتو باندي اغېزه وکړي.»

په بيانيه کي زياته سوې ده: «السوډاني د القاعدې د شورا يو ستر غړی وو او دغه راز د چاودنو او ځانمرگو يرغلونو رئيس بلل کېدی.»

پنتاگون ويلي دي چي السوډاني په مستقيمه توگه پر امريکا باندي د يرغلونو په توطئو کي ښکېل وو.

په بيانيه کي دغه راز راغلي دي چي السوډاني په افغانستان کي پر امريکايي ځواکونو، افغان ځواکونو او پاکستان کي پر پاکستاني ځواکونو يرغلونه پلان ول او د القاعدې د اوسني مشر الضواهري نژدې ملگری وو.

پنتاگون ويلي دي چي په نړۍ کي به د افراطيت او زورزياتي پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.