1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو نوي قوماندان په کار پيل کړی

۱۳۸۸ خرداد ۲۵, دوشنبه

جنرال سټينلي ميک کريسټل چي د خاصو عملياتو يو کارپوه بلل کيږي د جنرال ډيويډ ميک کيرن پر ځای افغانستان ته ليږل سوی تر څو هلته د طالبانو پر ضد تر اوسه نه بريالی جګړه پر مخ بوزي...

https://p.dw.com/p/I9WI
په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو نوی امريکايي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټال
په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو نوی امريکايي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټالانځور: AP

د اسوشيټټ پرس آژانس د يوه تازه رارسېدلي خبر له مخې، امريکایي جنرال سټينلي مک کرستل سر له نن دوشنبې څخه په افغانستان کې د موجودو امريکايي او شمالي اطلس د دفاعي ټلوالې ناتو د ځواکونو قوماندانې په لاس کې واخيسته.

مک کرستل د داويد مک کيرنان ځای نيولی، څوک چې وروسته له يو کال څخه د امريکې د پوځ د وزارت پنتاگون لخوا ايسته کړل شو. اصلا بايد چې مک کيرنان دوه کاله په افغانستان کې خپله دنده سر ته رسولې وای.

تر هرڅه لومړی به جنرال ميک کريسټل د افغانستان ناکراره سيمو ته يو سفر وکړي ترڅوله نژدې څخه دحالاتو څارنه وکړي. دغه خبره د افغانستان په جنوب کي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونوISAF د سيمه ايزي قوماندانۍ برتانوي مرستيال بريد جنرال دويد هوک کوي او وايي. «زه يې له دې سره شميرم چي جنرال ميک کريستال به ځیني چاري بل خيل ته ترسره کړي.»

پوځي او سیاسی کتونکۍ په دي عقيده دي چي نوي امریکايي جنرال به دخپل سلف په پرتله زیاتره دمقاومت کونکو پر ضد پوځي عملیات سرته ورسوي. جنرال ميک کريستال د پټوعملیاتو کار پوه بلل کیږي. دکومو تجربو له مخه چي دی يې لري، ښايي وشي کړای په افغانستان کي هم دجګړې بڼه بدله کړي.

داسې اټکل کيږي، چې مک کرسټل به د طالبانو په وړاندې مبازه کې نوي اصول رامنځ ته کوي. اوس اوس په افغانستان کې 56000 امريکايي عکسر او 23000 د ناتو له 41 غړو هېوادونو څخه نورعکسر موجود دي.

اژانسونه/ زيارمل

کتونکی. زيارمل