1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امريکايي عسکرو پر ماموريت غور کيږي

dpa, Ap۱۳۹۳ اسفند ۲, شنبه

افغانستان او امريکا متحدو ايالاتو د همکاريو پر نوې بڼه باندي خبري اتري پیل کړي دي. په دغو خبرو کي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو ماموريت او له تروريزم سره د مبارزې پر سر بحث کيږي.

https://p.dw.com/p/1EfNA
Afghanistan Ashton Carter Besuch
انځور: picture-alliance/dpa/AP Images/J. Ernst

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير په کابل کي له ولسمشر غني سره په يوه گډه خبري غونډه کي ويلي دي چي کابل ته ددې له پاره راغلی دئ، چي له افغان حکومت سره په دغه هيواد کي تر ۲۰۱۶م کال وروسته د امريکايي ځواکونو د حضور او تروريزم سره د مبارزې په اړه خبري وکړي.

هغه ويلي دي: «موږ له تروريزم سره د مبارزې پر ماموريت باندي فکر کوو. زموږ جمهور رئيس به په دې اړه نوري بررسۍ هم وکړي.»

د امريکا د دفاع وزير د شنبې په ورځ په کابل کي وويل، چي کيدای سي ځواکونه ئې تر ۲۰۱‍۶م کال وروسته هم په افغانستان کي پاته سي. په پلان کي ده چي افغان ولسمشر غني به په راتلونکې کي امريکا ته سفر وکړي او په دې اړه به له اوباما سره خبري وکړي.

د رسنيو د راپورونو له مخي اشتون کارتر نن د شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۲۱مه) سهار وختي کابل ته رسېدلی دئ.

کارتر افغانستان ته د سفر پرمهال ژورناليستانو ته ويلي دي چي د سفر اصلي موخه ئې په دغه هيواد کي له خپلو نزدې ۱۰۰۰۰ عسکرو سره ليدنه کتنه ده.

د CNN تلويزيوني شبکې د معلوماتو له مخي اشتون کارتر به نن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وويني او د يکشبنې په ورځ به په کندهار کي له مېشتو امريکايي ځواکونو سره ليده کاته ولري.

کارتر افغانستان ته د سفر پرمهال په الوتکه کي خبريالانو ته ويلي دي چي غواړي د افغانستان وضعيت له نژدې وگوري او «په افغانستان کي د امريکا د رول په اړه پوه سي.»

هغه ويلي دي چي له افغان ولسمشر غني سره به په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو د وتلو پر طرحه باندي خبري وکړي او د دغه هيواد د وضعيت جاج به په خپله واخلي، چي څرنگه کولای سي امريکايي ځواکونه د افغان امنیتي ځواک ملاتړ ته دوام ورکړي:

«دا هغه څه دي چي زه ئې غواړم دلته وسپڼم. زه به وگورم چي اوس وضعيت څرنگه دئ او د راتلونکې له پاره کومه تر ټولو ښه لار ده».

د پلان له مخي، امريکا متحد ايالات غواړي چي د روان کال تر پايه پوري له افغانستان څخه د خپلو اوسنيو ځواکونو نيمايي برخه وباسي او د راتلونکي کال (۲۰۱۶م) تر پايه له دغه هيواده په بشپړه توگه ووځي.

خو افغان چارواکي وايي چي امريکا دي پر دغه پلان باندي له سره غور وکړي. د دوی په خبره داسي نه چي هيواد ئې يووار بیا د تروريستانو اډه وگرځي.

کارتر د سه شنبې په ورځ د امريکا د دفاع وزير په توگه خپله دنده پيل کړه. د دفاع وزير په توگه دا د هغه لومړی نړيوال سفر دئ چي افغانستان ته ئې کوي.

کاتر د اوباما د مشرتوب پر مهال د دغه هيواد څلورم د دفاع وزير دئ. هغه په دغه وخت کي د پنتاگون مرستيالۍ ته ورسېد. که څه هم هغه تر اوسه پوري په نړيواله صحنه کي ازمويل سوی نه دی خو د يوه تکنوکرات په سترگه ورته کتل کيږي.