1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د امریکا د جګړې په اړه پټ اسناد افشا سوي

۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبه

ګارډين نيويارک ټايمز او شپيګل مجلې ته د افغانستان د جګړې په اړه داسي محرم اسناد په لاس ورغلي چي له مخه يې په هغه هيواد کي د نړيوالو ځواکونو کمزورۍ او د ملکي وگړو د وژلو په اړه مالومات پکښي وړاندي سوي.

https://p.dw.com/p/OUZZ
امريکايي ځواکونه په هلمند کي د وروستيو سترو پوځي عمليات پر مهال
امريکايي ځواکونه په هلمند کي د وروستيو سترو پوځي عمليات پر مهالانځور: AP

دغه درې سره رسنۍ تر زياتو څېړنو وروسته دې موافقې ته رسېدلي دي چی دغه محرم اسناد چي دوئ ته په لاس ورغلي دي خپاره کړي.

دوئ ليکي چي دا د امريکا په تاريخ تر ټولو لويه پېښه ده چي ده يوې جګړې په اړه په دغه ډول ډير محرم اسناد چي شمېر يې تر ۹۰۰۰۰ اوړي د رسنيو لاس ته ورځي.

برتانوۍ ګاردين ، امريکايي نيويارک ټايمز ورځپاڼو او المانۍ دير شپيګل مجلې پر دې اسنادو باندي ښه غورکړی او د بې پرې رپو ټونو سره يې پرتله کړي دي.

دغه درې سره ورځپاڼي او مجله په يو والي سره دې نتيجي ته رسيدلي دي چي دا اسناد سم دي او د جګړې په اړه د هغو عسکرو له نظره چي پدې جګړه کي ونډه لري ثقه معلومات ورکوي.

ددې اسنادو نېټې د۲۰۰۴کال دجنورۍ څخه د ۲۰۰۹کال د ډسمبر تر مياشتي پوري دي.

ددې اسنادو له جملې څخه څني يې داسي پارونکي دي چي پر سر باندي يې دا اشاره سوېده چي افغاني چارواکي بايد په هغه باندي خبر نسي.

دا دجګړو په اړه دپوځ خبرونه دي چي ډير لنډ ترتيب سوي او بيا لوړو مقاماتو ته وړاندي سويدي .

دا خبرونه اکثرا وړو ظابطانو، بريد منانو، او يا دپو ځي استخباراتو د ټيټي رتبې اړوندو ورکړي دي.

دا اسناد په داسي يوو وخت کي خباره سويدي چي د امريکا په متحده ايالاتو کي د افغانستاڅخه دپو ځ د ايستلو ږغونه راپورته سوي دي.

دغه رسنۍ ليکي چي د جګړې د پيل څخه تقريبا ۹کاله وروسته دافغانستان انځور ډير تياره دی.

ددې پټو اسنادو په پام کي نيولوسره ددې ظاهري خوشبينۍ ښودل پر غوږو خندني لګيږي.

پدې اسنادو کي په نښه سويدي چي افغان امنيتي ځواکونه دطالبانودګوزارونو قربانيان دي داسندونه د امريکا دبې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه دوه اړخيز انځور ورکوي او ښيي چي دې وسلې ته تاوان وررسېدلی سي.

اسناد ښيي چي داجګړه د افغانستان په شمال کي چيري چي الماني ځواکونه مېشت دي ورځ په ورځ زيادتره ګواښمنه کيږي .

شپيګل مجله ليکي چي دا اسناد د افغانستان دجګړې په اړه يوه کړکۍ ده. هغه څوک چي د هغه په اړه ځان ته معلومات غواړي لدي کړکۍ څخه بايدورته وګوري.

سپيني ماڼۍ ترهغو وخته پوري چي د شپيګل مجله خپرېده سره له هغه چي څو واري ورڅخه پوښتنه وسه د موضوع څخه يې مخ اړ وی.

خو بالاخره يي دشنبې په ماښام هغو پوښتنوته چي خپله يي دنورو پوښتنوتر منځ ټاکلي وې ځواب ووايه خو دمرکي کولوته حاضر نسول.

سپيني ماڼۍ ويلي دي چي، اوباما د ۲۰۰۹ کال په پای کي نوې ستراتيژي اعلام کړې ده.

د بارک اوباما امنيتي سلا کار جيمز جونز ددې اسنادو پر خپرولو سخته نيوکه کړيده.

هغه ويلي دي چي دابه د امريکايانو او د هغو د ملګرو ژوند په خطر کي واچوي او ملي امنيت ته به تاوان ورسوي. نوموړي وويل چي ويکي ليک امريکا چارواکوته پدي اړه چي دا اسناد په انټرنيټ کي خپريږي کوم معلومات ندي ورکړي. بلکي دوﺉپدې مسلې باندي د رسنيو څخه خبر سويدي.

جونز د پاکستان د مسﺉلې په اړه ويلي دي چي: د امريکا متحده ايالات اوپاکستان له ۲۰۰۹ کاله راهيسي خپل منځي ګډکار ډير ژورکړيدي.

هغه زياته کړې ده چي د پاکستان حکومت ، د هغه هيواد پوځ او استخبارات بايد د افراطيانو په وړاندي په خپله ستراتيژي کي بدلون ته دوام ورکړي.

دشپيګل ګاردين او نيويارک ټايمز مسول مديرانو پر دې باندي موافقه وکړه چي هغه پټ اسناد چي امريکايانوته د افغاني مخبرانو نومونه پکښې دي او يا هغه سندونه چي په افغا نستان کي عسکرو ته خطر پيښولای سي خپاره نه کړل.

ag/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل