1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن يو»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۹, شنبه

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چي په افغانستان کي ائتلافي ځواکونه په خپلو دندو کي پاته راغلي دي او په دغه هيواد کي امنيتي وضعیت د اندېښنې وړ دئ. بله خوا د امريکا يوه سناتور د ځواکونو له بشپړه وتلو څخه خبرداری ورکړی دئ.

https://p.dw.com/p/1FZSu
د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف
د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوفانځور: picture-alliance/ITAR-TASS

د روسيې د دفاع وزارت مرستيال اناتولي انتونوف، د شنې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۳۰) په سينگاپور کي په يوه نړيوال امنيتي کنفرانس کي وويل چي په افغانستان کي د ائتلافي ځواکونو ماموريت ناکامه، د مخدرو موادو کارو بار څو برابره ډېر سوي او وسله وال طالبان نور هم پياوړي سوي دي.

هغه ويلي دي: «د معلوماتو له مخي اوس په افغانستان کي نزدې ۵۰ زره جنگيالي جنگيږي او تر دغه هيواد دباندي د تروريستانو کمپونه جوړ سوي او ځانمرگي بريد کوونکي روزل کيږي.»

هغه ټينگار وکړ چي په سيمه کي وضعيت ته په کتو سره روسيه مجبوره ده چي د تروريزم د مخيوي له پاره اقدام وکړي، او د سيمي هيوادونه بايد له دغه شره سره ټينگه مبارزه وکړي.

انتونوف وويل: «د بېلگې په توگه موږ به تاجيکستان ته وسلې او پوځي تجهيزات ورکړو. البته موږ به له افغانستان سره هم د دغه هيواد د امنيتي ځواک په پياوړتيا کي مرسته وکړو.»

د روسيې د دفاع وزارت مرستيال وويل چي د افغانستان په شمال کي د تروريستانو فشارونه زياته سوي او هلته اوس دغه ډلي سره راټوليږي.

له افغانستانه د ځواکونو له ايستلو خبرداری

بله خوا بيا په دغه امنیتي کنفرانس کي د امریکا يوه سناتور جان مک کين له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو له ايستلو څخه سخت خبرداری ورکړ. مک کين وويل چي د عراق له تجريبې څخه بايد موږ په دې پوه سو چي په افغانستان به هم هغه فلم تکرار سي.

هغه وويل چي له عراق څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرمختگونه پيل سول. هغه وويل: «په افغانستان کي لا د جنگ پای ليري دئ.»

د افغانستان د امنيتي ځواک د روزني او مشورې ماموريت چي د روان کال په جنورۍ میاشت کي پيل سوی دئ، ټاکل سوې ده چي د راتلونکي کال په پای کي ختم سي. دا چي تر دغه وخت وروسته به په افغانستان کي څومره بهرني عسکر پاته سي تر اوسه لا روښانه نه ده.

مک کين دغه راز د «اسلامي دولت» ډلي پرضد د پلي ماموريت غوښتنه هم وکړه: «اوسنی وضعيت خوند نه راکوي. موږ ئې نه سو گټلای.»

هغه زياته کړه: «موږ بايد هوايي بريدونه وکړو، موږ بايد اضافي عسکر پلي کړو، او موږ بايد له خپل مختلف پوځي واک څخه گټه واخلو.»

خو د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد د پلي ځواکونو لېږل نه مني.

جان مک کين
جان مک کينانځور: Reuters/D. Khuong Duy