1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ايډز د وژونکي ناروغۍ پيښي ډيري سوي

۱۳۸۹ آبان ۵, چهارشنبه

د ايډز د ناروغۍ د خپريدو ويره هغه مهال زور اخلي چي ليدل کيږي د افغانستان په کليو او بانډو کي ډير خلګ د اچ اي وي د وايرس دخپريدو د مخ نيوي په لارو چارو نه پوهيږي.

https://p.dw.com/p/Pq3a
انځور: AP

همدا لامل دی چي يو شمير افغانان هر کال د دغي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوس رسمي شميرې ښيي چي په ملک کي دننه د ايدز ناروغۍ ۶۳۶ مثبتي پيښي له حکومت سره ثبت سوي دي.

د عامي روغتيا وزارت مامورين هڅه کوي د ۲۱مي پيړۍ د دغي خطرناکي ناروغۍ د مخ نيوي لپاره د رسينو له لاري خلکو ته پوهه ورکړي.

د دغه وزارت معين صدرالدين سحر وايي، دمګړۍ په افغانستان کي د ايډز د ناروغۍ د خپريدو لمنه ډيره پراخه نه ښکاري خو داسي لاملونه سته چي کيدای سي دغه ناروغي په بي ساري توګه پراخه کړي.

دمګړی د کابل په ګډون د افغانستان په اتو ولايتونو کي د اچ اي وي يا ايډز د ناروغۍ د کنټرول لپاره مرکزونو جوړ سوي دي.

دغه راز د عامي روغتيا وزارت چارواکي وايي چي د ملک دننه يي په دغي ناروغۍ د اخته کسانو لپاره د مشورې د ورکولو لس دفترونه، د خوښ رضايي خدمتونو ۱۵ او همدا راز د لومړنيو خدمتونو دوه مرکزونه جوړ کړي دي.

د عامي روغتيا وزارت مرستيال صدرالدين سحر وايي په اوس حال کي د ايډز د کنټرول ملي پروګرام په کابل، غزني، هرات، بلخ، جلال آباد، بدخشان، کندهار او کندز کي خپل مرکزونه جوړ کړي دي.

افغانستان چي يو اسلامي هيواد دی پکښي له هغو کسانو سره ډير سخت سلوک کيږي چي په دغي ناروغۍ اخته وي.

خو دا چي له دغو ناروغانو سره بايد څه وسي ډاکټر جاويد چي په دغه برخه کي يې کار کړی په اړه دويچه ويله ته وويل:

هغه څوک چي په ايډز مبتلا وي بايد انساني برخورد او شفقت ور سره وسي، هغوی ته بايد موکه ورنه کړل سي چي ځان د ټولني جلا احساس کړي.

د يادولو وړ ده چي د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کي څه کم ديرش مليونه انسانان په اچ ا ي وي وژونکې ناروغۍ اخته دي.

تر اوسه پوري داسي دارو درمل هم ندي موندل سوي چي دغه بشري عافت ته ځواب ووايي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل