1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د اکتشافي الوتکود ممکنه ماموريت په باب شک وتردید

۱۳۸۷ مرداد ۹, چهارشنبه

په افغانستان کي موظف د ايساف قواوو، دشمالي اتلانټيک د دفاعي تړون ناټو څخه، د اکتشافي الوتکو آواکس غوښتنه کړېده...

https://p.dw.com/p/EmwV
د اواکس-اکتشافي الوتکه
د اواکس-اکتشافي الوتکهانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

په افغانستان کي د اکتشافي الوتکو په کارونه په آلمان کي نظرونه سره ويشلي دي.

په افغانستان کي د ايساف د نړيوالو قواو قومندان او امريکايي جنرال ډيويد مېک کييرنن David McKiernanد افغانستان د فضا د څارلو دپاره د ناټو څخه د اکتشافي الوتکو غوښتنه کړې ده. دغه اکتشافي الوتکي چي ورته آواکس ويل کيږي، په اصل کي هغه بوينګ 707 الوتکي دي چي پکښي د تخنيکي بدلونونو په ترڅ کي رادار سيسټمونه ځای پرځای سوي دي.

دغه الوتکي چي 9000 ميتره لوړي الوزي، څه باندي 11 ساعته بېله وقفې په هوا کي پاته کېدلای سي او د درو لکو مربع کلومترو په ساحه کښي د نورو الوتکو څار لګولای سي. د ناټو وياند جېمز اپارتورای James Aparthuraiد آلمان ږغ راډيو ته وويل:«د افغانستان په پوځي او ملکي الوتنو کښي د زياتوالي ترڅنګ د ناټو د سرتيرو شمېر هم په دغه هيواد کښي زيات سوی دی. پداسي حال کي چي په 2004 مېلادي کال کښي د ناټو د سرتيرو شمېر 6000 و، اوس دغه شمېر تر 53000 پوري رسېدلی دی.د ايساف په سرتيرو کښي د زياتوالي له وجې هم د الوتکو په الوتنو کي ډيروالی راغلی دی. په همدې ډول په پېل کښي ملکي الوتنې تقرېبا هيڅ نه وې خو د وخت په تېرېدو سره اوس پکښي فوق العاده زياتوالی راغلی دی. ددې خبري مطلب دادی چي اوس هوايي ترافيک بايد کنټرول سي. پداسي حال کښي چي په افغانستان کي د جرمني او نورو اروپايي هيوادونو په څېر مځکنی رادار سيسټم وجود نه لري، نو دغه مغلقه وظيفه بايد د آواکس الوتکي پر غاړه واخلي.»

آواکس الوتکه
آواکس الوتکهانځور: AP

ناټو 17 آواکس الوتکي لري چي د جرمني آخن ښار ته نژدې په ګايلن کرشن کي ځای پر ځای دي. ددغه الوتکو فنې ډله د 15 هيوادونو سره تړاو لري چي څه باندي دريمه برخه يې الماني سرتيري دي.او همدا وجه ده چي په افغانستان کي د آواکس الوتکو ممکنه کارونې په آلمان کي اندېښنې رامنځ ته کړيدي.

په آلمان کي د سوسيال ډېموکراټ ګوند دخارجي چارو وياند ګېرډ وايس کيرشن،Gerd Weisskirchen و يوې آلمانۍ ورځپاڼې ټاګس شپيګل Tagesspiegel ته ويلي دي چي:«که رښتيا هم د دغو الوتکو په کاراچول ډېرضروري کار وي، نو بايد وکتل سي چي آيا دا د جرمني د اساسي قانون سره سمون لري او که نه»

د جرمني د ليبرال ډيموکراټ ګونډ بيا غوښتنه کړې ده چي د آلمان پارلمان بايد سمدستي په دغه موضوع خبر کړل سي. په پارلمان کښي د مخالف ګوند د پارلماني ډلې مرستياله بيرګيټ هوم بورګر Birgit Homburger بيا وايي چي:«دغه هيڅ د منلو وړ خبره نده. چي د جرمني حکومت تل„د پارلمان د تېرايستلو هڅه“ کوي»

آواکس الوتکه
آواکس الوتکهانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان زرغون ګوند هم پدې هکله خپله اندېښنه ښوولې ده. د نوموړي ګوند د دفاعي چارو کارپوه الېکزانډر بونډه Alexander Bondeخبرداری ورکړی دی، چي که په افغانستان کښي د آواکس الوتکو څخه د ايساف د لاري کار واخيستل سي، نو د ايساف د ټيکاو راوستلو د وظيفې او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې تر منځ د سرحد ټاکل به ډېر مشکله سي.

دا چي آيا د آواکس الوتکي به د فوځي مقاصدو دپاره هم کارول کيږي که نه، د ناټو وياند څرګنده نه کړه. د ناټو وياند جېمز آپارتورای وويل چي د آواکس د فوځي دندو د پرغاړه اخيستلو يا نه اخيستلو په هکله بايد دناټو د دفاعي چارو کارپوهان مشورې سره وکړي. په آلمان کښي د موجوده اندېښنو په هکله نوموړي وويل چي:«جرمني دناټو د نورو 16 هيوادو په پرتله د آواکس د کارولو څخه ډير ندی متاثره.او بله خبره دا چي د هري هغي وظيفې په هکله چي ناټو يې د خپلو پولو دباندي ترسره کوي، د ناټو د 26 و سرو غړو هيوادونو د رايو په اتفاق سره فيصله کول ضروري ده. نو پدې کي ټوله برخه لري.»

لومړی به د ناټو پوځي کمېټه د آواکس د دقيقي دندي،اوږدوالي او څرنګوالي په هکله پرېکړه کوي، او ترهغه وروسته به بيا دغه غوښتنه و غړي هيوادونو ته وړاندي کيږي. پداسي حال کښي چي اوس په آلمان کي د پارلمان د دوبي رخصتي رانژدې کېدونکې ده، نو دا به يو څه وخت ونيسي چي د جرمني پارلمان پر دغه موضوع خبري وکړي.