1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون د شرقي زون مسوله، پلوشي شهيد کاکړ سره مرکه

۱۳۸۵ مهر ۴, سه‌شنبه

پلوشه شهيد کاکړ چې پخوايې د هرات په ولايت کي په همدي کميسون کی د ښځو په برخه کی مسوليت په غاړه درلود اوس په ختيځ ز ون کی د څلور ولايتونو مسوليت په غاړه لري.له هغي نه می د پرتلني له مخي د ښځو د ژوند د حالاتو په هکله د هرات په ولایت اود ننگرهار په ولايت کي پوښتلي:

https://p.dw.com/p/DMpZ
انځور: AP

تاسي چې پخوا د هرات په ولايت کي د ښځو د برخي مسوله وئ او په اوس وخت کي د ننگر هار په ولایت کی د څلورو ولایتونو مسوليت په غاړه لرئ که د پر تلني له مخی د هرات او ننگر هار د ښځو د ژوند د حالاتو په هکله راته يو څه څرگند کړئ ؟

ستاسي نه په منني سره او ستاسي له کارکونکو نه، ځکه تاسي تل زموږ سره د افغانستان د مظلوم ولس په اواز پورته کوني کي مرسته کړي. زه اوس نه يوازي د ښځو د برخي مسوليت په غاړه لرم بلکی د څلورو ولایتونو مسوليت می پر غاړه دې. دلته د ننگرهار په ولايت کي حالات نور هم ستونځمن دي. که د هرات په ولايت کي ښځو ځانونه سوزول ځکه هلته هغوي اوس د خپلو حقوقو نه يو څه پوه شوي دي. نو د لته بيا په بل ډول د ښځو په ژوند کي تاو تريخوالې را څرگند دې. دلته د نجونو په بدو کي ورکول زيات دي،يا د نجونو په سر ولور اخستل ډير دود دې دا داسي دې لکه د نجونو خرڅول. چې د ښځو ژوند يې له هر پلوه تر اغيز لاندي راوستلې.او دوئ له هرلوري له زور زياتي سره مخ دي. د دوئ په ژوند کي تل د غمونو ماښام دې او د خوښئ رڼای په کی ډيره کمه ده.

تاسي دلته د نجونو روزنيزه او تعليمي وضع څرنگه ارزوئ او د ښځو ونډه په ټولينیزو چاروکي څومره ده! ؟

دلته ستره ستونځه داده چې خلک له تعليم او روزنيزو چارو سره دومره علاقه نه لري.ښوونځي ته تگ شرم يا عار گڼل کيږي او دا يو څرگند حقيقت دې چې د اسلام په دين کی د علم زده کړه په نارينه او ښځي يو ډول لازمي ده.

خو موږ د دي له پاره خاص تدابير لرو. ښځو ته د کورسونو په ورکولو او له دوئ سره زموږ کارکونکو له لاري مفاهمي او خبرو کولو او دوئ ته د سمينارونو په ورکولو له ډول ډول هڅو سره موږ زيار باسو چې د ننگرهار ښځي او نجوني په خپلي ټولني کی ونډي اخستني ته وهڅوو.