1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د بنسټيزي بيا رغاوني مخه د مځکو غصب نيولې

۱۳۸۹ دی ۳۰, پنجشنبه

په پر مختيايي چارو کي د ولسمشر کرزي سلاکار انجنير محمد يوسف پښتون وايي، تر څو چي په هيواد کي د دولتي مځکو د غصب موضوع يوې خواته نه سي بنسټيزه بيا رغاونه نا ممکنه ده.

https://p.dw.com/p/QtiW
د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د ښار او کورجوړوني وزير سلطان حسين حصاري او د کرزي سلاکار يوسف پښتون
د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د ښار او کورجوړوني وزير سلطان حسين حصاري او د کرزي سلاکار يوسف پښتونانځور: DW

د افغانستان د ښار جوړوني وزارت د خوست ښار پر پرمختیايي او ستراتيژيک پلان باندي کارکوي.

خو د ولسمشر سلاکار يوسف پښتون بيا وايي، تر څو چي دغصب مخه نه وي نيول سوې، بنسټيزه بياررغاونه ناشونې ده.

د افغانستان د ښار جوړوني وزير ډاکټر سلطان حسين حصاري او په پرمختايي چارو کي د افغان ولسمشر سلاکار يوسف پښتون خوست ولايت ته سفر کړی، او د دغه ولايت پر پرمختيايي او ستراتيژيک پلان باندي کار کوي.

د ښار جوړوني وزير ډاکټر سلطان حسين حصاري په خوست کي په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي، د هيواد د مرکز او ډيرو نورو ولايتونو په څير په خوست ښار کي هم ډيری نا قانونه لوړ پوړيزي ودانۍ جوړي سوي او د ښار پراختيا ته پکښي هيڅ پام نه دى سوى.

د حامد کرزي د پرمختايي چارو سلاکار يوسف پښتون وايي د هيواد په ډيرو سيمو کي يو شميرمهمي بنسټيزي پروژي د دولتي ځمکو د غصب له امله پاته سوي.

د هغه په خبره ترڅو چي په افغانستان کي د غصب مخه نه وي نيول سوې، د بيارغوني په برخه کي هيڅ ډول بنسټيز کارونه نسي ترسره کيدای.

خو د خوست ځايي چارواکي بيا وايي چي د ښار په ستراتيژيک پلان کي مهمو بنسټيزو کارونو ته ځاى ورکړل سوى. د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، د خوست ډيرى سوداګردې ته تيار دي ، چي د پلان د تطبيق پرمهال په لويه کچه شخصي پانګونه وکړي.

د خوست والي وايي چي، د خوست ښار نوى پلان د راتلوونکو٣٠ کالونو لپاره چمتو سوى.

د افغان حکومت دوه لوړ پوړي چارواکي پداسي حال کي د خوست ښار د پرمختيا پر ستراتژيک پلان کار کوي چي تر دې د مخه هم د تيرو څو کالونو راهيسي د خوست ښار دپراختيا او ستراتيژيک پلان د تطبيق اوازي رواني دي، خو تراوسه پدي برخه کي هيڅ نه دي سوي.

د ځايي اوسيدونکو په خبره همدا اوس د خوست په ښار کي پر ځينو لوړپوړو ودانيو باندي کار روان دی او ودانيږي.

خوست/ فريدالله ظاهر

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل