1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون يوازي د افغانانو اړتيا نه ده»

محمد اسماعيل شااکر۱۳۹۲ بهمن ۶, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هيواد کي د نړيوالو ځواکونو پوځي حضور ته يوازي افغانستان نه، بلکي سیمه ییز هېوادونه، د اسیا زړه او آن نړېوال هم د خپل امنیت ساتني په موخه اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/1AxPN
انځور: DW

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۶) په کابل کې په یوه خبري غونډه کي وویل افغان ولس د ترهګرۍ پر وړاندي خپل حق مبارزې ته دوام ورکوي چې په دغه مبارزه کې باید نړېوال دوستان هم خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي:

«په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو او امریکا شتون هغه څه نه دی چې موږ هغه ته له افغانانو سره د خیرات یا د نورو هيوادونو د سخاوت په سترګه وګورو، افغانانو په هرحالت کې د سولي او ثبات له پاره خپلي هلي ځلي کړي دي.»

دا څرګندوني داسي مهال کیږي چي ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ په نسبتاً تونده لهجه یووار بیا د کابل – واشنګټن امنیتي تړون په اړه پر خپل دریځ باندي ټینګار وکړ.

د کرزي په وینا په هغه صورت کي که د افغانستان شرطونه پرځای نه شي او د کابل – واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسليک شي نو دغه تړون به د ډیورنډ او ګندمک معاهدو په شان ناوړه پایلي ولري.

خو د دغو څرګندونو سره سره هم د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي پر یاد تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ تماسونه دوام لري:
«زه خپله شخصاً له ډیرو جزییاتو څخه خبر نه یم، چي په دې تیرو څو ورځو کي څه پېښ شوي دي؟ خو په اطمينان سره دومره ويلای شم چي د دواړو هیوادونو او دواړو حکومتونو تر منځ اړيکي موجود دي او د دې شرایطو او ضمانتونو په هکله خبري اتري رواني دي.»

په همدې حال کې یو شمېر افغان سیاستوال د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ د کابل - واشنګټن امنیتي تړون پر سر وروستۍ څرګندونې یوه تبلیغاتي جګړه بولي.

د هغوی په وینا دغه وضعیت په افغانستان کې پانګوني او د کار زمینې له زیان سره مخامخ کوي، چې باید ډیر ژر د پای ټکی ورته کښېښوول شي.