1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د تعويذ ليکونکو بازار تود دئ

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه

تعويذ ليکنه او کوډگري اوس په افغانستان کي په لوی کارو بار اوښتې ده. د کابل په هغو سیمو کي چي ډير خلک پکښي تا و بالا کيږي داسي تبلیغاتي لوحې ځوړندي سوي دي چي د سړي په سترگو ور ننوځي.

https://p.dw.com/p/14Sfy
انځور: 3rd Eye/Reza Sahel

په کابل کي د کوډ ګرو او جادوګرو ډیری مشتریان کلیوالي او کم لوستي خلک دي. هغوی په ډلو ډلو د ناروغیو د درملني، د کار د ښه کیدو، میني او محبت د زیاتولو او نورو پټو دردونو د لري کولو له پاره کوډګرو ته ورځي.

د کابل په زړه کي یو تن تعویذ لیکونکی اغا رضا دئ چې مشتریان ئې په اغای مارخور پیژني.

نوموړی وایې چې دی د قران او حدیث له مخي خپلو مشتریانو ته تعویذ لیکي او د پیریانو د له منځه وړلو اوده هم لري. هغه وایی ډیری مشتریان ئې ښځي دي او په ورځ کي تر ۱۰۰کسانو پوري ده ته مراجعه کوي.

«موږهغو کسانو ته تعويذ ليکو چې سر ئې خوږیږي، پیریان ئې زوروي. حق او ناحق چا ته تعویذ نه ورکوو، دا یو علم دئ، زموږ ډیری مشتریان ځوان هلکان او ښځي هم دي».

د کوډو او تعویذ لیکلو کاروبار اوس په داسي سوداګري بدل سوی دئ چي ډيري پيسي پکښي تاو بالا کيږي او ستر دوکانونه په کرايه ورته نیول سوي وي.

د کابل ښار د ده افغانانو په سیمه کې پر یوه زړه لوحه لیکل سوي دئ «افغاني تعویذ نویسي، د سحر او جادو معالجه، د جنایاتو او خبیثه ارواح ردول او د محبت او کاروبار وده.»

په دې دوکان کی د زرلښتي په نامه يوې پېغلي دویچه ویله پښتو ويب پاڼي ته وویل چې له تعویذ څخه ورته ډیره ګټه رسېدلي او دا ځني ډيره راضي ده.

«کله چي مي د ندرور رویباران راسي او د شيرني ورکولو کار سم نه سي خواښې مي ملا ته ورسي او هغه ورته ووايي چې ناوې دي خنډونه جوړوي، بیا مي خواښې راسي او ما وډبوي نو اوس زه هم تغويذ کوم چي نور مي و نه ډبوي».

خو یو بل ځوان بیا تعویذ لیکونکي او کوډ ګرهغه ډله بولي چي د خلکو د جیبونو وهلو ته ئې سترګي سرې کړي دي.

ډیری تعویذ لیکونکي وايي چې دوی هیڅ کله داسي کار نه کوي چې د کورنیو په منځ کې د بدبختۍ او جنګونولامل سي.

يو تن تعويذ ليکونکی چي په دواړو سترګو ړوند هم دئ پخپل هغه قلم چي په کیڼ لاس کې ئې نیولی فالونه هم ویني.

هغه وايي چي دا کار علمي جنبه لري او دروغ نه دی او په ورته وخت کي ئې داسي کسان هم په دم، دوعا او تعویذ معالجه کړي دي چي سر ئې درد کاوه او له دیواله سره ئې جنګاوه.

«یوه ورځ یې یو کس راته راوست چې سخت سر ئې خوږیده او له دیواله یي واهه ما ورته دعا ورکړه رک روغ شو.»

خو دیني عالمان بیا وايي هغه اعمال چي د خلکو ترمنځ د کینې او نفرت د رامنځ ته کیدولامل ګرځي په شریعت کي حرام دي.

ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل