1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د تيلو استخراج پيل سو

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه

په افغانستان کي په لومړي ځل د یوې چینایۍ کمپنۍ له خوا د تیلو د رایستلو کار پیل شو. د امو سيند له نفتي حوزې څخه به په لومړي سر کي د ورځي پينځه زره بشکې نفت را و ايستل سي.

https://p.dw.com/p/15Kly
انځور: DW/Pajhohesh

د امو سیند له نفتي حوزې څخه د تیلو د را ایستلو تړون څو میاشتي دمخه د چین د نفتو ملي شرکت، چي د وطن ګروپ په نامه افغاني شرکت هم ورسره دئ له افغان دولت سره لاسلیک کړی وو.

دغه حوزه د فاریاب او سرپل په ولایت کي موقعيت لري. ویل کیږي چي په دغه سيمه کي ۸۷ ميلیونه بوشکې نفت موجود دي او تر ۲۵ کلونو پوري به ئې دغه چینايي کمپنۍ د استخراج چاري پر مخ بیایي.

د اوس له پاره به په ورځ کي پینځه زره بوشکې نفت را ایستل کیږي، خو وروسته وروسته به دغه شمیره تر۴۵ زرو بوشکو پوري ورسیږي.

د افغانستان د کانونو وزارت له دغه کان څخه د تر لاسه کیدونکو عوایدو اندازه شاوخوا اوه زره ميلیونه امریکايي ډالره اټکل کړې ده.

له دغه کان څخه د تیلو ایستل افغان حکومت ته، چي بهرنۍ مرستي ورسره مخ پر کمېدو دي له اقتصادي او سیاسي پلوه ډیري ګټي لري.

د کانونو وزارت وياند جواد عمر وایي، چي له دغه کان څخه به هر کال په سوونو ميلیونه ډالر د افغانستان دولت ته په لاس ورسي:

«یو مهال به له دغه کان څخه د کاله ۳۰۰ ميلیونه ډالر تر لاسه کړو، چي وروسته به دغه اندازه څلورسوه ميلیونه امریکايي ډالرو ته ورسیږي. په روان کال کي به۱۵۰ زره بوشکې، په راتلونکي کال کي به درو لکو بوشکو ته او وروسته ئې تولیدات نور هم زیاتیږي.»

د آمو سيند نفتي حوزه د افغانستان په فاریاب او سرپل ولایتونو کي پرته ده. دغه ولایتونه که څه هم له امنیتي پلوه په امن کي بلل کیږي، خو په هغو سیمو کي چي دغه چینايي شرکت فعالیت کوي ځيني سیمه يیز وسله وال ګروپونه د نفتو را ایستلو پروسي پر وړاندي خنډونه جوړوي.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، چي د چین دغه ملي شرکت شکایت کړی دئ، چي په سيمه کي ځيني وسله وال کسان ددوی د کار مخنيوی کوي.

ځیني تائيد سوي رپوټونه وايې، چي د دغه بهیر پر وړاندي امنیتي ستونزي پرتې دي. په سیمه کي د ازبک ملیشو پر مشر جنرال دوستم تور لګول شوی دئ چي د دغي ستري پروژې د ګټي اخیستني پر وړاندي ستونزي جوړوي او سیمه يیز قوماندانان ئې له پروژه والو بډي غواړي.

دغه مسئله د رشید دوستم او حکومت تر منځ تیره میاشت په یوه لویه ناندره باندي اوښتې وه.

د يو شمېر سیاسي چارو د کارپوهانو په اند د اقتصادي پروژو پر وړاندي موجودي ستونزي د افغانستان بقا ته سخت زیان رسوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل