1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د جايدادونو بيي راکښه سوي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د ناټو له دې اعلان وروسته چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به ټول بهرني سرتيري له افغانستان څخه ووځي د جایدادونو په بیو اثر پریښی دئ.

https://p.dw.com/p/16IiI
انځور: DW/H. Hashimi

په تیرو لسونو کلونو کي د بیلګې په توګه په پلازمینه کابل کي د مځکو او کورونو بيي دومره لوړي شوي وې چي د سیمي له هیوادونو سره هم د پرتلې وړ نه وې.

په کابل کي د جايدادونو يو تن کارو باري ضابت عبدالحق د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر د میاشېتې دویمه نیټه) له دويچه ويله په خبرو كي وويل، چي خلک اوس پوهیږي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به بهرني ځواکونه په افغانستان کې نه وي او په بهرنیو مرستو کي هم کمی راځي نو له همدې کبله په لوړه بیه کورونه نه اخلي.

عبدالحق زیاتوي: «یو مهال به راسره ډیر لږ کورونه د کرايې او خرڅلاو له پاره ثبت ول، خو اوس دا دي تر پینځه ویشتو پوري راسره ښکلي بنګلې ثبت دي، خو څوک ئې هغسي پوښتنه نه کوي، لکه پخوا چي به ئې کوله.»

د کابل د شیرپور سیمه چې پکښې د ميلیونونو ډالرو ارزښت لروونکي کورونه جوړ شوي دي او خلک ئې د توپک آباد په نامه پیژني ډیری کورونه ئې اوس تش دي او د معاملاتو د لارښوني د مسئولینو په وینا چي بيي ئې هم تر دیرش سلنه پوري را لوېدلي دي.

د کابل دوه تنه اوسیدونکي چي په کرایي کور پسي ګرځي وایي، چي اوس هر څه په ۲۰۱۴ کال پوري تړلي دي.

ځیني خلک ویره لري چي بیا به جګړې پیل شي، ځيني نور بیا خپل جایدادونه خرڅوي او نغدي پيسې ساتي. خو ځیني خلکو چې کورونه او اپارتمانونه ئې په لوړو بیو اخیستي دي په دې تمه چې حالات به سم شي خپل جایدادونه لوړو بیو ته ساتي.

د کابل یو بل تن اوسیدونکی وایي:«د کورونو په بیو کې البته په خرڅلاو او رانيولو کي ئې کمی راغلی دئ. خو کرایه پر خپل ځای باندي لوړه پاته ده.»

له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو د پروسې تر اعلانیدو وروسته د افغانستان حکومت هم ویره لري، چې ښايي د هغو اقتصادي پروژو په شمير کي هم کمی راشي، چي دمګړی پکښې په لسونو زره بوخت دي.

د ښار جوړولو وزارت مرستیال انجنیر بریالی وايي، چي دوی پلان لري په دغه ښار کي په زرونه کورونه مستحقو کسانو ته جوړ او وویشي خو د مځکي مافیا تر ډیره ځايه د لویو پروژو مخه نیسي:

«موږ پلان لرو چي په ښار کې یو شمیر مستحقو کسانو ته کورونه جوړ کړو، مځکي مو هم تشخیص کړي دي. خو اوس د مځکو مافیا هڅه کوي، چي په خپل نفوذ سره ډیري ځايونه لاندي کړي او ورباندي ناقانونه ښارګوټي جوړ کړي چې دا کورونه بیا اړو کسانو ته نه رسیږي.»

د ښار جوړوني چارو وزارت وایي، چي یوازي په پلازمېنه کابل کي اویا سلنه ودانۍ په ناقانونه او غیر پلاني ډول جوړي شوي دي.

د چاپریال ساتني ادارې څه موده دمخه راپور ورکړ، چي د ښار پر ډیرو تفریحي او شنو سیمو باندي د زورواکانو له خوا پر پخپل سر ودانۍ جوړي شوي دي، چې دې کار ښاري پلان او چاپریال ته سخت زیان رسولی دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل