1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د جرمني موجوده ځواکونه کفايت کوي

۱۳۸۶ دی ۱۲, چهارشنبه

د جرمنی ددفاع وزارت د پاکستان د اوسنۍ ناآرامۍ له امله هيڅ دليل نه ويني، چي په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمير اضافه کي.

https://p.dw.com/p/DK7U
الماني پوځونه د افغانستان په شمال کي د پاکستان پر ناآرامه حالت سربيره کولای سي په موجوده قواوو سره حالت تر کنترول لاندی راولي.
الماني پوځونه د افغانستان په شمال کي د پاکستان پر ناآرامه حالت سربيره کولای سي په موجوده قواوو سره حالت تر کنترول لاندی راولي.انځور: DW
ددغه وزارت يوه وياند په برلين کي اضافه کړه، چه دې ته به انتظار وباسو ،چي په کمه اندازه د پاکستان ناآرامۍ دافغانستان - پاکستان پر سرحدي سيمه باندي تآثير کوي. اساسآ الماني پوځونه د افغانستان په شمال کي چه ددوی دماموريت د مسئوليت ساحه ده،کولای سي په موجوده قواوو سره حالت تر کنترول لاندی راولي.
خو دا روښانه خبره ده چي د پاکستان حالات ، د افغانستان پر امنيتي وضعي باندي همېشه تآثير کوي. په تيره پنجشنبه په پاکستان کي د بېنظير بوټو تر وژل کيدو وروسته اخوډب رامنځته سوی، او ډیر انسانان وژل سوي دي. آلمانی پوځ په افغانستان کي 3200 سرتيري لري.